د هند د ګجرات ایالت یوې محکمې د غوا د حلالولو په قضیه کې درې کسان په عمري بند محکوم کړي او د هر یوه د ۳۰۰ زره هندي روپیو جریمې حکم یې هم صادر کړی دی.
د «انډین اکسپرېس» ورځپاڼې د راپور له مخې، د ګاندینګر ولسوالۍ د کالول محکمې د اکتوبر په ۲۶مه په خپل ۷۶ مخیز حکم کې د هندوانو مذهبي کتابونو ته اشاره کړې او د غوا د مذهبي او کلتوري ارزښت په اړه یې څرګندونې کړې دي.
محکوم شوي کسان وسیم قریشي، محمد رفیق قریشي او اسفق بهلیم نومېږي. د قضیې له مخې، پولیسو د ۲۰۲۴ کال د اګست په ۲۲مه د جاملا کلي په یوه کور کې د پلټنې پر مهال ۲۷۷ کیلوګرامه غوښه موندلې وه چې ارزښت یې شاوخوا ۵۵ زره او ۴۰۰ هندي روپۍ ښودل شوی دی.
څارنوالانو ویلي چې تورنو کسانو د مالي ګټې لپاره غواګانې حلالولې او غوښه یې د پلور لپاره چمتو کوله. د محاکمې پر مهال ۵۴ شاهدان او ۱۸ مستند شواهد وړاندې شوي وو.
قاضي په خپل حکم کې د «مانوسمرتي» او ویدونو په ګډون د هندوانو مذهبي متونو ته اشاره کړې او غوا یې د مذهبي او کلتوري دودونو مهمه برخه بللې ده.
د محکمې له مخې، درې واړه کسان د اصلي تور له مخې په عمري بند او د هر یوه په ۲۰۰ زره روپیو جریمه محکوم شوي دي. همدارنګه، د قانون د یوې بلې مادې له مخې هر یوه ته لس کاله بند او ۱۰۰ زره روپۍ جریمه هم ټاکل شوې ده. د بند سزاوې به په یو وخت کې عملي کېږي.
د قضیې دوه نور تورن کسان د کافي شواهدو د نشتوالي له امله خوشې شوي او شپږم تورن د محاکمې پر مهال مړ شوی دی.
ګجرات د هند له هغو ایالتونو څخه دی چې د غوا د حلالولو په اړه سخت قوانین لري. دغه ایالت په ۲۰۱۷ کال کې د خپلو قوانینو له تعدیل وروسته د غوا د حلالولو لپاره د عمري بند سزا هم شامله کړه.