د نړۍ تر ټولو سترې کریپټو اسعارو صرافۍ بایننس (Binance) د یوه پراخ سایبري برید هدف ګرځېدلې چې د راپورونو له مخې، د شاوخوا ۶.۳ میلیارد ډالرو په ارزښت ډیجیټلي شتمنۍ یې اغېزمنې کړې دي. د بلاکچېن د څېړونکو په وینا، د دې برید ډېره برخه یوازې په شاوخوا ۲۰ دقیقو کې ترسره شوې ده.
د جرمني دویچهوله د اکتوبر په ۳۰مه راپور ورکړی چې د بایننس له ځینو ډیجیټلي بټو څخه د کریپټو اسعارو د غیرمجاز لېږد له پېښې وروسته، دې صرافۍ د خپلو ځینو خدماتو فعالیتونه په موقتي توګه ودرول.
بایننس په خپله اعلامیه کې ویلي چې د کاروونکو شتمنۍ خوندي دي او د برید له امله رامنځته شوي ټول زیانونه به جبران کړي. دغه شرکت زیاته کړې چې له خپلو شریکانو سره په همکارۍ یې د شاوخوا درې میلیارد ډالرو په ارزښت ډیجیټلي شتمنۍ کنګل کړې دي.
د راپورونو له مخې، د کریپټو اسعارو د لېږدونو څارنه او د زیانمنو شتمنیو د بېرته ترلاسه کولو هڅې روانې دي. خو د څېړونکو په وینا، د ټولو شتمنیو بېرته ترلاسه کول اسانه نه دي، ځکه د کریپټو اسعارو ځینې لېږدونه د نهبدلېدونکو بلاکچېن شبکو له لارې ترسره شوي دي.
د شمالي کوریا هکران د برید تر شا؟
د امریکا د بلاکچېن د معلوماتو د تحلیل شرکت ټيآراېم لابز (TRM Labs) ویلي، د لومړنیو څېړنو له مخې، د دې برید تر شا ښايي د شمالي کوریا د «TraderTraitor» په نوم هکرانو ډله وي.
د دې شرکت د څېړنو له مخې، بریدګرانو د بایننس له بټوو څخه د شاوخوا ۶.۳۶ میلیارد ډالرو په ارزښت کریپټو شتمنۍ په لسو بلاکچېن شبکو کې لېږدولې دي. د دغو لېږدونو ډېره برخه په شاوخوا ۲۰ دقیقو کې ترسره شوې ده.
ټيآراېم لابز وايي، د برید د عاملانو په اړه یې ارزونه د بلاکچېن او له بلاکچېن بهر د معلوماتو پر تحلیل ولاړه ده او د شمالي کوریا د هکرانو د لاس لرلو په اړه یې د باور کچه لوړه ده.
د راپورونو له مخې، د بایننس لومړنۍ څېړنې ښودلې چې ښايي د یوه انجنیر لپټاپ ته د غیرمجاز لاسرسي له لارې برید پیل شوی وي. خو شرکت وروسته ویلي چې د پېښې په اړه د څېړنو پر مهال د نفوذ نورې لارې هم موندل شوې دي.
بایننس تر اوسه د برید عاملان په رسمي توګه نه دي پېژندلي او ویلي یې دي چې له قانون پلي کوونکو ادارو سره په همکارۍ د پېښې د بشپړې څېړنې هڅې روانې دي.
د کریپټو اسعارو تر ټولو لوی سایبري برید
د ټيآراېم لابز په وینا، د بایننس پر ضد دغه برید د کریپټو اسعارو پر یوه صرافۍ تر ټولو لوی ثبت شوی سایبري برید بلل کېږي.
تر دې مخکې، د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د بایبېټ (Bybit) په نوم پر یوې بلې کریپټو صرافۍ سایبري برید شوی و چې په ترڅ کې یې د شاوخوا ۱.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت کریپټو اسعارو غلا شوي وو. د امریکا فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) هغه برید هم د شمالي کوریا د TraderTraitor ډلې ته منسوب کړی و.
د بایننس پر ضد دغه برید یو ځل بیا د کریپټو اسعارو د صرافیو د امنیت او د کاروونکو د ډیجیټلي شتمنیو د خوندیتوب په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.