لټون

ملګري ملتونه د ژمي مرستو لپاره د ۵۰ میلیونه ډالرو غوښتنه کوي؛ ۹ میلیونه کسان اړمن دي

9 لړم 1405 - 09:37 57 views
ملګري ملتونه د ژمي مرستو لپاره د ۵۰ میلیونه ډالرو غوښتنه کوي؛ ۹ میلیونه کسان اړمن دي
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغانستان، اوکراین، سوریې او لبنان د ۹ میلیونه اړمنو کسانو د ژمي مرستو لپاره د ۵۰ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د افغانستان، اوکراین، سوریې او لبنان په ګډون په څلورو  هېوادونو کې د شاوخوا ۹ میلیونه اړمنو کسانو د ژغورنې او ملاتړ لپاره د ژمي په موسم کې د ۵۰ میلیونه ډالرو مرستو غوښتنه کړې ده.

دغه ادارې د اکتوبر په ۳۰مه په یوه اعلامیه کې ویلي، د ژمي په رارسېدو سره د بشري مرستو د بودجې کمښت او د انرژۍ د بیو لوړېدو د میلیونونو کډوالو، بې‌ځایه شویو او زیانمنو کورنیو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وینا، د دغو مرستو له لارې به اړمنو کورنیو ته د تودوخې وسایل، کمپلې، ژمنۍ جامې، د سون‌توکو د پېرلو لپاره نغدې پیسې او د ژمي له امله د زیانمنو کورونو د ترمیم توکي برابر شي.

د دې ادارې د بهرنیو اړیکو مشرې، دومینیک هایډ، ویلي چې په شمالي نیمه کره کې د ژمي په نږدې کېدو سره د مرستو سرچینې کمېږي او لګښتونه لوړېږي، چې له امله یې میلیونونه کسان د سختې سړې هوا پر وړاندې له کافي خوندیتوب پرته پاتې کېدای شي.

هغې ټینګار کړی چې د ژمي مرستې د ډېرو کورنیو لپاره یوازې د سړې هوا د تېرولو وسیله نه ده، بلکې د پورونو د زیاتېدو، د ماشومانو د روغتیايي ستونزو او د کورنیو د لا زیاتې بې‌وزلۍ د مخنیوي لپاره هم حیاتي ارزښت لري.

افغانستان؛ د راستنېدونکو لپاره د ژمي سخت شرایط

د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغانستان وضعیت ته په اشارې ویلي، له ۲۰۲۵ کال څخه د ۲۰۲۶ کال تر جولای پورې نږدې څلور میلیونه افغانان له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

د ادارې په وینا، ډېری راستنېدونکي له محدودو مالي امکاناتو سره خپلو سیمو ته ستانه شوي او د کورونو د جوړولو، د ژوند د بیا پیلولو او د ژمي د اړتیاوو د برابرولو لپاره له جدي ستونزو سره مخ دي.

UNHCR ویلي، د افغانستان په ځینو سیمو کې د ژمي په موسم کې د تودوخې وسایلو او سون‌توکو نشتوالی د کورنیو ژوند له خطر سره مخ کوي. د ادارې د مرستو په چوکاټ کې افغان کورنیو ته د بخارۍ برابرول هم شامل دي.

سوریه او لبنان؛ میلیونونه کسان مرستو ته اړتیا لري

د کډوالو عالي کمېشنرۍ د سوریې په اړه ویلي، د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو راهیسې میلیونونه کډوال او کورني بې‌ځایه شوي کسان خپلو سیمو ته ستانه شوي دي.

خو د ادارې په وینا، د کورونو ویجاړتیا، د لومړنیو خدمتونو کمښت او د ژوند د لګښتونو لوړوالی د راستنېدونکو لپاره د ژوند بیا پیلول ستونزمن کړي دي.

UNHCR اټکل کړی چې په سوریه کې به د ژمي په موسم کې شاوخوا ۲.۴ میلیونه کسان مرستو ته اړتیا ولري. دغه اداره هیله لري چې له دې ډلې به شاوخوا ۲۳۰ زره کسانو ته مرستې ورسوي.

په لبنان کې هم نږدې ۳۰۰ زره کسان د ژمي مرستو ته اړتیا لري، خو د بودجې د کمښت له امله د کډوالو عالي کمېشنرۍ یوازې د اړمنو کسانو نیمایي ته د مرستو د رسولو توان لري.

د ادارې په وینا، د سون‌توکو او تودوخې د لګښتونو لوړېدل د زیانمنو کورنیو ستونزې لا زیاتې کړې دي.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، د ژمي د مرستو لپاره د ۵۰ میلیونه ډالرو راټولول به د میلیونونو کسانو د ژوند د ژغورنې او د هغوی د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره مهم ګام وي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising