د ترکیې په قونیه ولایت کې د کرنیز ماشین د چپه کېدو له امله د یوه افغان کارګر، اسماعیل ګیلاني، د مړینې وروسته د هغه د جسد د لېږدولو او خاورو ته سپارلو معلومات اعلان شوي دي.
د ترکي رسنیو د راپور له مخې، دغه پېښه د قونیه ولایت د جهانبیلي ولسوالۍ په ینېجهاوبا سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د شکرې چوغندر د راایستلو ماشین چپه شو او په پایله کې یې افغان کارګر اسماعیل ګیلاني ژوند له لاسه ورکړ.
راپور زیاتوي، چې د نوموړي جسد د چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر ۲۸مه، انقرې ته لېږدول شوی و. ټاکل شوې وه چې د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر ۲۹مه، د استانبول له هوايي ډګر څخه په الوتکه کې افغانستان ته واستول شي او هلته خاورو ته وسپارل شي.
تر اوسه د پېښې د څرنګوالي او د ماشین د چپه کېدو د لامل په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.