د افغانستان د کرکټ پخواني کپتان راشد خان د نارینهوو د شل اوریزو نړیوالو سیالیو په تاریخ کې لومړنی توپ اچوونکی شو چې ۲۰۰ لوبغاړي یې سوځولي دي.
راشد خان دغه تاریخي پړاو د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۹مه، د زیمبابوې پر وړاندې د افغانستان د دویمې شل اوریزې نړیوالې لوبې پر مهال په شارجه کې ترلاسه کړ.
نوموړي د لوبې په نهم اور کې د زیمبابوې لوبغاړی تادیواناشه ماروماني د ایلبيډبلیو (LBW) په ډول وسوځاوه او په دې سره یې د ۲۰۰ نړیوالو ویکټو شمېر بشپړ کړ.
راشد خان دا ریکارډ په خپلې ۱۲۰مې شل اوریزې نړیوالې لوبې کې ترلاسه کړی دی. د ۲۹ کلن افغان توپ اچوونکي د ویکټو اوسط ۱۳.۹۶ او د توپ اچونې د اقتصاد کچه یې ۶.۱۳ ده. نوموړي په دې فارمټ کې دوه ځلې په یوه لوبه کې پنځه لوبغاړي سوځولي او غوره پایله یې د درې منډو په بدل کې د پنځو ویکټو ترلاسه کول دي.
راشد خان د نارینهوو د شل اوریزو نړیوالو سیالیو د تر ټولو ډېرو ویکټو اخیستونکو په نوملړ کې په لومړي ځای کې دی. هغه د انګلستان له عادل رشید څخه ۲۹ ویکټې ډېرې لري، چې په دویم ځای کې دی.
دا لومړی ځل نه دی چې راشد خان په نړیوال کرکټ کې داسې مهم ریکارډ جوړوي. نوموړي د تېر کال په اکتوبر کې د بنګلهدېش پر وړاندې په ابوظبۍ کې د یوې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې پر مهال د افغانستان لومړنی توپ اچوونکی شو چې ۲۰۰ ویکټې یې ترلاسه کړې.