لټون

سږ کال د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان لپاره له ننګونو ډک کال دی

7 لړم 1405 - 10:45 48 views
سږ کال د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان لپاره له ننګونو ډک کال دی
اکانومېسټ لیکي چې محمد بن سلمان په ۲۰۲۶ کال کې له سیاسي، اقتصادي او امنیتي ننګونو سره مخ دی او سیمه‌ییز وضعیت د سعودي عربستان پر اقتصادي پلانونو فشار زیاتوي.

د بریتانیا مشهورې خپرونې «اکانومېسټ» په یوه تازه شننه کې لیکلي چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په ۲۰۲۶ کال کې له زیاتېدونکو سیاسي، اقتصادي او امنیتي ننګونو سره مخ دی.

د اکانومېسټ د شننې له مخې، روان کال د سعودي عربستان د بالفعل واکمن لپاره یو له ستونزمنو کلونو څخه بلل کېږي. هغه موده چې معمولاً د نړیوالې ډیپلوماسۍ، پانګونې راجلبولو او اقتصادي فرصتونو د معرفي کولو لپاره کارول کېده، دا ځل د سیمې د مخ پر زیاتېدونکو بې‌ثباتیو او ناڅرګند وضعیت تر سیوري لاندې راغلې ده.

سعودي عربستان هر کال د «راتلونکې پانګونې نوښت» (FII) په نوم یوه لویه غونډه جوړوي چې د «دښتې داووس» په نوم هم پېژندل کېږي. په دې غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو مشران، پانګه‌وال او د سوداګرۍ مخکښ استازي په ریاض کې راټولېږي او د اقتصادي همکاریو، پانګونې او پراختیایي پروژو په اړه خبرې کوي.

خو د اکانومېسټ په وینا، د سږ کال غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې سعودي عربستان له زیاتېدونکو امنیتي اندېښنو او پېچلو سیمه‌ییزو شرایطو سره مخ دی. دغه وضعیت د نړیوالو پانګه‌والو د راجلبولو او د هېواد د باثباته اقتصادي مرکز په توګه د معرفي کولو هڅې له اضافي فشار سره مخ کړې دي.

شننه زیاتوي چې د محمد بن سلمان د اقتصادي بدلون پراخ پلانونه، چې د لویو پراختیایي پروژو او د اقتصاد د متنوع کولو هڅې پکې شاملې دي، د سیمه‌ییزې بې‌ثباتۍ او د نړیوال اقتصاد د بدلېدونکو شرایطو له امله له مخ پر زیاتېدونکو ننګونو سره مخ شوي دي.

سعودي عربستان هڅه کوي چې د اوږدمهالو اقتصادي اصلاحاتو له لارې پر نفتو خپل اقتصادي تکیه راکمه کړي او د پانګونې، سوداګرۍ او نورو اقتصادي برخو ونډه پراخه کړي. خو د اکانومېسټ د شننې له مخې، اوسني جیوپولیټیک وضعیت او امنیتي اندېښنې د دغو موخو د ترلاسه کولو بهیر پېچلی کړی دی.

سره له دې ننګونو، محمد بن سلمان لا هم د سعودي عربستان د عصري کولو او اقتصادي بدلون د پروګرامونو اصلي طراح دی او د هېواد د اقتصاد د متنوع کولو او د نفتو له عوایدو څخه د اتکا کمولو لپاره خپلو اوږدمهالو اصلاحاتو ته دوام ورکوي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising