لټون

ایران کې د ناقانونه بهرنیانو لپاره تر ۱۰ زره یورو پورې د جریمې طرحه تایید شوه

7 لړم 1405 - 10:32 55 views
ایران کې د ناقانونه بهرنیانو لپاره تر ۱۰ زره یورو پورې د جریمې طرحه تایید شوه
Photo: Tehran Times د ایران پارلمان د ناقانونه بهرنیانو لپاره تر ۱۰ زره یورو پورې د جریمې او اخراج طرحه تایید کړې؛ دا پرېکړه پر افغان بې‌اسناده کډوالو هم اغېز لرلای شي.

د ایران پارلمان هغه طرحه تایید کړې چې له مخې به یې هغه بهرني اتباع چې له قانوني عذر پرته دغه هېواد ته په ناقانونه ډول ننوځي یا هلته په ناقانونه توګه استوګنه کوي، تر ۱۰ زره یورو پورې نغدي جریمه او له ایران څخه د ایستلو له سزا سره مخ شي.

د ایران د پارلمان رسنۍ «خانه ملت» د راپور له مخې، د پارلمان استازو د اکتوبر په ۲۵مه په علني غونډه کې د یادې طرحې اړوند تعدیلات تایید کړي دي. د سرچینې په وینا، د جریمې اندازه به د اړوند شخص له مالي توان سره سم ټاکل کېږي او هغه کسان به له دې سزا مستثنا وي چې د قانوني اسنادو د تمدید په بهیر کې د اداري ځنډ په څېر د منلو وړ عذر ولري.

دغه تعدیلات د هغې لایحې د څېړنې پر مهال تصویب شوي چې موخه یې په ایران کې د بهرنیو استخباراتي ادارو، حکومتونو او بهرنیو بنسټونو د نفوذ پر وړاندې مبارزه بلل شوې ده.

د یادې طرحې له مخې، یوازې هغه بهرني اتباع نه دي په نښه شوي چې په ناقانونه ډول ایران ته داخلېږي یا هلته له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي؛ بلکې هغه کسان هم د جریمې او اخراج له سزا سره مخ کېدای شي چې په قانوني ډول ایران ته داخل شوي وي، خو داسې فعالیتونه ترسره کړي چې د ملي امنیت، عامه نظم یا د دوی د ویزې او اقامت له شرایطو سره په ټکر کې وي.

د راپور له مخې، د دې لایحې په ۲۲مه ماده کې هم یوه تبصره ورزیاته شوې چې له مخې به یې د ایران د اطلاعاتو وزارت او د سپاه پاسداران د استخباراتو سازمان مکلف وي، د قانون له ابلاغ وروسته په درېیو میاشتو کې د یادې مادې اړوند رسنیو نوملړ ترتیب او د عامه پوهاوي لپاره یې خپور کړي.

افغان کډوال به له دې پرېکړې اغېزمن شي؟

په ایران کې د بهرنیو اتباعو لویه برخه افغانان دي او زرګونه افغانان د کار، اقتصادي ستونزو او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو لپاره په دغه هېواد کې ژوند کوي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمېرو له مخې، شاوخوا ۱.۴ میلیونه افغانان په ایران کې له اسنادو پرته ژوند کوي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د کاري فرصتونو کمښت، بېوزلي او اقتصادي ستونزې هغه عوامل دي چې ګڼ افغانان یې ایران ته تګ ته اړ کړي دي. په ورته وخت کې، د ایران له لوري د افغان کډوالو د نیولو او بېرته افغانستان ته د لېږلو بهیر هم دوام لري.

د ورکړل شویو شمېرو له مخې، ایران هره ورځ د ۲۵۰۰ او ۳۰۰۰ ترمنځ افغانان له خپلې خاورې باسي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه د اکتوبر تر ۳۰مې پورې ۴۹۳ زره او ۳۰۰ افغانان له ایران څخه په زور ایستل شوي دي.

که دغه طرحه د قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته نافذه شي، په ایران کې مېشت بې‌اسناده افغانان ښايي له اضافي مالي او قانوني ستونزو سره مخ شي. خو د طرحې د وروستي تصویب، نافذېدو او د عملي تطبیق د څرنګوالي په اړه لا هم د رسمي معلوماتو تایید اړین دی.

د ایران دا اقدام په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر د افغانستان پر سرحدي سیمو او د بېرته راستنېدونکو پر کورنیو اقتصادي او ټولنیز فشار زیات کړی دی.


Advertisement Space Available Contact us for advertising