لټون

طالبانو په افغانستان کې د قرنیې پیوند بند کړی؛ سلګونه ناروغان د بېرته لیدلو له فرصته محرومیږي

6 لړم 1405 - 15:36 273 views
طالبانو په افغانستان کې د قرنیې پیوند بند کړی؛ سلګونه ناروغان د بېرته لیدلو له فرصته محرومیږي
Photo: The Telegraph د برېتانیا ټیلیګراف ورځپاڼې د ډاکټرانو او ناروغانو په حواله راپور ورکړی، چې طالبانو په افغانستان کې د سترګو د قرنیې د پیوند عملیات منع کړي دي؛ هغه پرېکړه چې له امله یې سلګونه ناروغان د لید د بېرته ترلاسه کولو له درملنې بې‌برخې شوي دي

د برېتانیا ټیلیګراف ورځپاڼې د ډاکټرانو او ناروغانو په حواله راپور ورکړی، چې طالبانو په افغانستان کې د سترګو د قرنیې د پیوند عملیات منع کړي دي؛ هغه پرېکړه چې له امله یې سلګونه ناروغان د لید د بېرته ترلاسه کولو له درملنې بې‌برخې شوي دي.

د راپور له مخې، طالب چارواکو روغتونونو ته په شفاهي ډول ویلي چې د قرنیې پیوند له اسلامي لارښوونو سره په ټکر کې دی او باید دغه عملیات ودرول شي. ډاکټران وايي، د سختې سزا له وېرې د دې امر سرغړونه نه شي کولای.

په کابل کې د نور سترګو روغتون ډاکټر نور زمان هاشم ټیلیګراف ته ویلي، چې د دوی روغتون په تېرو میاشتو کې د قرنیې د پیوند ۹۰ عملیات ترسره کړي وو، خو د طالبانو له امر وروسته یې دغه پروګرام درولی دی. د هغه په وینا، د عملیاتو لپاره د انتظار کوونکو ناروغانو شمېر مخ په زیاتېدو دی او ډېری یې ځوانان دي چې په چاودنو، پېښو او د ویلډینګ پر مهال د سترګو د ټپونو له امله یې لید له لاسه ورکړی دی.

ډاکټر هاشم زیاته کړې، چې څو لسیزو جګړو د افغانستان روغتیايي نظام سخت زیانمن کړی او په هېواد کې د سترګو د متخصصانو او د پیوند لپاره د اهداء شویو قرنیه‌وو کمښت شته.

د شمالي امریکا د پاکستاني‌الاصله ډاکټرانو ټولنې (APPNA)، چې په امریکا کې مېشته یوه خیریه اداره ده، له ۲۰۱۷ کال راهیسې په پاکستان کې د قرنیې د وړیا پیوند پروګرام پر مخ وړی دی. دغه ټولنې سږ کال خپل فعالیتونه افغانستان ته هم وغځول او د راپور له مخې، په کابل او جلال‌اباد کې یې د څه باندې ۱۵۰ عملیاتو زمینه برابره کړه. درې افغان د سترګو متخصصان هم د دې عملیاتو د ترسره کولو لپاره په پېښور کې روزل شوي وو.

د دې پروګرام مسوول ډاکټر فواد ظفر ویلي، چې د طالبانو امر په افغانستان کې د دې خیریه پروګرام دوام له جدي خنډ سره مخ کړی دی. نوموړي له طالبانو غوښتي چې د قرنیې د پیوند عملیاتو ته د بیا پیل اجازه ورکړي.

د بندیز اغېزې پر هغو ناروغانو هم څرګندې شوې چې د وړیا درملنې لپاره یې نوم‌لیکنه کړې وه. سلامت خان، چې په کابل کې د ګنیو اوبه پلوري، په ۲۰۲۳ کال کې د ګازو د یوې ډبې د چاودنې له امله خپل لید له لاسه ورکړی و. هغه ویلي، د قرنیې د وړیا پیوند پروګرام له لارې یې د عملیاتو تمه لرله، خو وروسته ورته وویل شول چې پروګرام درول شوی دی.

همداراز، خدیجه بیګم، چې ۴۰ کلنه ده او په جلال‌اباد کې یې په یوه چاودنه کې سترګه زیانمنه شوې، ویلي چې د پیوند لپاره یې د جلال‌اباد د سترګو په روغتون کې نوم‌لیکنه کړې وه، خو د طالبانو له امر وروسته یې د درملنې بهیر ودرېد.

د راپور له مخې، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت تر دې مخکې د انسان د بدن د غړو پېر او پلور او د هغو کارول منع بللي وو، خو په خپرو شویو څرګندونو کې یې په مشخص ډول نه وه روښانه کړې چې د درملنې لپاره د اهداء شویو قرنیه‌وو پیوند هم په دې بندیز کې شامل دی که نه.

دا په داسې حال کې ده چې د APPNA د پروګرام له مخې، قرنیه‌وې د اهداء له لارې برابرېدې او ناروغانو ته وړیا ورکول کېدې. دغه خیریه ټولنه له طالبانو غواړي چې د بندیز په اړه بیا غور وکړي، څو اړمن ناروغان بېرته د درملنې فرصت ترلاسه کړي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising