لټون

اروپا خپله دفاع پیاوړې کوي؛ له امریکا سره پر پوځي همکارۍ ټینګار

6 لړم 1405 - 08:05 62 views
اروپا خپله دفاع پیاوړې کوي؛ له امریکا سره پر پوځي همکارۍ ټینګار
فرانسې، جرمني، ایټالیا، پولنډ او بریتانیا د ناټو په چوکاټ کې د اروپا د دفاعي رول پر پیاوړتیا او له امریکا سره د پوځي همکارۍ پر دوام ټینګار کړی دی

د فرانس ۲۴ او اې‌اېف‌پي د راپور له مخې، دغه ژمنه په پاریس کې د فرانسې، جرمني، ایټالیا، پولنډ او بریتانیا د دفاع وزیرانو ترمنځ له خبرو وروسته اعلان شوه. دغه پنځه هېوادونه د ناټو د اروپايي غړو له مهمو قدرتونو څخه دي او د «E5» په نوم پېژندل کېږي.

د پنځو هېوادونو دفاع وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې اروپا باید د خپلې دفاع په برخه کې پیاوړې او د ناټو په چوکاټ کې د مسؤلیتونو لویه برخه پر غاړه واخلي؛ له واشنګټن سره به همغږي او نږدې همکارۍ ته دوام ورکړي.

فرانسوي چارواکو ویلي، موخه دا ده چې د همغږې تګلارې «په پیاوړې ناټو کې پیاوړې اروپا» رامنځته شي. د دوی په وینا، دغه بهیر به له امریکا سره په بشپړه روڼتیا او همغږۍ پر مخ وړل کېږي.


د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې، کایا کالاس، هم په دې غونډه کې ګډون کړی و. هغې د اروپا او ناټو د پیاوړتیا لپاره د اروپايي هېوادونو د پوځي وړتیاوو پر دوامداره عصري کولو ټینګار وکړ.


دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې په اروپا کې د امریکايي ځواکونو د حضور د کمولو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. پنټاګون د روان کال په لومړیو کې په جرمني کې د شاوخوا پنځو زرو امریکايي سرتېرو د ایستلو پلان اعلان کړی و. دا شمېر په جرمني کې د مېشتو شاوخوا ۳۶ زره امریکايي سرتېرو نږدې ۱۵ سلنه جوړوي.

د غونډې ګډونوالو وزیرانو له اوکراین څخه هم خپل ملاتړ بیا تایید کړ، خو د پوځي یا مالي مرستو کومه نوې بسته یې اعلان نه کړه.

د بریتانیا وزیر وېس سټریټینګ ویلي چې اروپايي هېوادونه به له اوکراین څخه ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه خبرداری ورکړی چې اروپا د سړې جګړې له پای ته رسېدو راهیسې له داسې امنیتي ننګونو سره مخ ده چې پخوا یې ساری نه دی لیدل شوی.

نوموړي په ورته وخت کې ټینګار کړی چې لوېدیځ هېوادونه له روسیې سره د جګړې غوښتونکي نه دي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising