لټون

ایټالیا په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ۴.۹ میلیونه یورو بودیجه اعلان کړه

5 لړم 1405 - 19:26 121 views
ایټالیا په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ۴.۹ میلیونه یورو بودیجه اعلان کړه
ایټالیا په افغانستان کې د بشري مرستو د پروژو لپاره د ۴.۹ میلیونه یورو په ارزښت د تمویل نوی پروګرام اعلان کړی دی.

ایټالیا په افغانستان کې د بشري مرستو د پروژو لپاره د ۴.۹ میلیونه یورو په ارزښت د تمویل نوی پروګرام اعلان کړی دی.

په کابل کې د ایټالیا سفارت د اکتوبر په ۱۸مه په خپره شوې  خبرتیا کې ویلي، چې د ایټالیا د پراختیايي همکارۍ ادارې (AICS) د اسلام‌اباد دفتر دغه پروګرام د افغانستان د زیانمنو خلکو د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره دغه مرسته اعلان کړې ده.

د اعلان له مخې، دا بودیجه په دوو برخو وېشل شوې ده. په لومړۍ برخه کې ۱.۳ میلیونه یورو د روغتیايي خدمتونو لپاره ځانګړي شوي، او په دویمه برخه کې ۳.۶ میلیونه یورو د روغتیا، جنسیتي برابرۍ، کرنې او خوړو خوندیتوب په برخو کې د پروژو د ملاتړ لپاره په پام کې نیول شوي دي.

د ایټالیا د پراختیايي همکارۍ ادارې ویلي، تمویلېدونکې پروژې باید خلکو ته بنسټیزو خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي، د ښځو او نجونو فعال ګډون ته پاملرنه وکړي او د سیمه‌ییزو ټولنو د ستونزو پر وړاندې د مقاومت وړتیا پیاوړې کړي.

د خپرې شوې خبرتیا له مخې، د پروژو د تمویل لپاره د وړاندیزونو د سپارلو وروستۍ نېټه د ۲۰۲۶ کال د نومبر ۱۵مه ده. دا غوښتنه د غیرانتفاعي سازمانونو لپاره اعلان شوې او د غوښتنلیکونو د شرایطو او څرنګوالي جزئیات د ایټالیا د پراختیايي همکارۍ ادارې په رسمي وېبپاڼه کې خپاره شوي دي.

Advertisement Space Available Contact us for advertising