لټون

حوثیانو د عمرې زیارت کوونکو الوتنو ته خبرداری ورکړ؛ وايي د سعودي هوايي ډګرونه خوندي نه دي

5 لړم 1405 - 13:55 133 views
حوثیانو د عمرې زیارت کوونکو الوتنو ته خبرداری ورکړ؛ وايي د سعودي هوايي ډګرونه خوندي نه دي
د یمن حوثیانو د سعودي عربستان د هوايي حریم او هوايي ډګرونو په اړه خبرداری ورکړی. د ریاض هوايي ډګر له نږدې دوو اوونیو ځنډ وروسته ځینې الوتنې بېرته پیل کړې دي.

د یمن حوثيانو د سعودي عربستان د هوايي حریم او هوايي ډګرونو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د دغه هېواد هوايي ډګرونه د پوځي بریدونو له ګواښ سره مخ دي.

د حوثیانو ویاند جنرال یحیی سریع، د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، ویلي چې د عمرې زیارت ته روانې الوتکې باید له دوی سره همغږي وکړي. نوموړي د سعودي عربستان هوايي حریم او هوايي ډګرونه ناامنه بللي او د الوتنو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې حوثیانو په وروستیو اوونیو کې د سعودي عربستان پر هوايي ډګرونو د بریدونو ګواښونه زیات کړي دي. د راپورونو له مخې، د ریاض پاچا خالد نړیوال هوايي ډګر د اکتوبر په ۱۰مه د برید له ادعا وروسته وتړل شو او د اکتوبر په ۲۵مه یې د ځینو کورنیو او نړیوالو الوتنو لپاره فعالیت بېرته پیل کړ. حوثیانو د هوايي ډګر د بیا پرانیستل کېدو پر وړاندې هم خبرداری ورکړی دی. 

حوثیانو مخکې هم د سعودي عربستان د هوايي حریم او هوايي ډګرونو په اړه خبرداری ورکړی و. د اکتوبر په ۱۱مه د دوی ویاند ویلي وو چې د مکې او مدینې له هوايي ډګرونو پرته د سعودي عربستان نور هوايي ډګرونه د دوی د پوځي عملیاتو له ګواښ سره مخ دي.  

د عمرې زیارت کوونکو لپاره د دې وضعیت مهم اړخ د الوتنو د خوندیتوب او احتمالي ځنډونو موضوع ده. مسافر باید د سفر تر پیل مخکې له خپلو هوايي شرکتونو او اړوندو رسمي ادارو څخه د الوتنې د وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کړي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising