لټون

په تهران کې د سیمې د امنیت او د اسرائیلي ځواکونو د وتلو په اړه خبرې شوې

5 لړم 1405 - 11:31 58 views
په تهران کې د سیمې د امنیت او د اسرائیلي ځواکونو د وتلو په اړه خبرې شوې
په تهران کې د ایران، ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان لوړپوړو چارواکو د سیمه‌ییز امنیت، ناامنیو، بهرنیو لاسوهنو او د کړکېچونو د حل په اړه خبرې کړې دي.

د ایران په پلازمېنه تهران کې د ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان لوړپوړو چارواکو له ایراني چارواکو سره د سیمې پر روان وضعیت، امنیتي ننګونو او د شته کړکېچونو د حل پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د راپورونو له مخې، په دې ناسته کې د سعودي عربستان دفاع وزیر خالد بن سلمان، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتو رئیس، د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان او د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره ګډون کړی دی.

په غونډه کې د سیمه‌ییز امنیت، د ناامنیو د مخنیوي او د بهرنیو لاسوهنو په اړه بحثونه شوي دي.

د غونډې له پای وروسته، د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضایي ویلي، د لوېدیځې اسیا امنیت او ثبات باید د سیمې د هېوادونو له خوا تأمین شي او د بهرنیو لاسوهنو مخه ونیول شي.

نوموړي زیاته کړې چې ایران، ترکیه، پاکستان او سعودي عربستان د سیمې د ستونزو د حل لپاره پر ګډې همکارۍ او همغږۍ باور لري.

د راپورونو له مخې، ګډونوالو همداراز د لبنان له سوېل، د سوریې له سوېل، غزې او د اردن سیند له لوېدیځې غاړې څخه د اسرائیلي ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی دی.


Advertisement Space Available Contact us for advertising