د امریکا ملي عامه راډیو (NPR) د اکتوبر په ۲۶مه راپور ورکړی چې د محکمې له پرېکړې وروسته هم د ویزو بهیر عادي حالت ته نه دی ګرځېدلی او زرګونه غوښتونکي له امریکا بهر له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
د راپور له مخې، دغه محدودیت د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې پلي شوی و او د کډوالۍ ویزو له ۲۸۰ زرو څخه ډېر غوښتونکي یې اغېزمن کړي وو، چې د کورنۍ غړي او د کار پر بنسټ د ویزو غوښتونکي هم پکې شامل وو.
د راپور له مخې، د امریکا فدرالي قاضي ژانیټ وارګاس د اګست په میاشت کې د ټرمپ د ادارې دغه تګلاره غیرقانوني وبلله. محکمې ویلي وو چې د غوښتونکو د تابعیت پر بنسټ د ویزو د پروسس عمومي بندیز د قانون له غوښتنو سره سمون نه لري او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له صلاحیتونو هم اوښتی و.
خو د محکمې له پرېکړې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویزو غوښتونکو لپاره د ارزونې او پلټنې اضافي پړاوونه عملي کړي دي. د راپور له مخې، وزارت د سفارتونو او قونسلګریو کارکوونکو ته د روزنې پراخ پروګرام پیل کړی، څو وارزوي چې ایا غوښتونکي به په امریکا کې پر دولتي مرستو متکي شي که نه.
دغه ارزونې حتی هغه غوښتونکي هم اغېزمنولای شي چې د ویزې دوسیې یې له مخکې روانې وې، په ګډون د ځینو هغو کسانو چې ویزې یې منل شوې وې، خو لا یې فزیکي ویزې نه وې ترلاسه کړې.
د کډوالۍ وکیلانو ویلي چې د مرکو نه بشپړېدل او د غوښتنلیکونو ځنډ د دې لامل شوي چې د محکمې پرېکړه لا تر اوسه ډېرو کورنیو ته عملي اسانتیا رامنځته نه کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روانو قضايي بهیرونو له امله د ځانګړو دوسیو په اړه له تبصرې ډډه کړې، خو په وېبپاڼه کې یې منلې چې پر ۷۵ هېوادونو د ویزو پخوانی عمومي بندیز نور نافذ نه دی.
د محکمې پرېکړې د افغانانو او د نورو ۷۴ هېوادونو د وګړو پر وړاندې د تابعیت پر بنسټ عمومي محدودیت له منځه وړی، خو دا په دې معنا نه ده چې ټولې ویزې به سمدستي صادرې شي.
افغان غوښتونکي لا هم د انفرادي ارزونو، د اضافي اسنادو غوښتنې، د مرکو د وختونو او د ویزو د وروستي صدور له ځنډ سره مخ کېدای شي.
د راپور له مخې، د ټرمپ ادارې دغه محدودیت د کډوالۍ د ارزونې د سختولو په موخه لګولی و، په ځانګړي ډول د هغو غوښتونکو په اړه چې چارواکو یې په امریکا کې د دولتي مرستو پر کارولو د متکي کېدو احتمال ارزولی و.
د محکمې پرېکړې ټینګار کړی چې حکومت نه شي کولای یوازې د تابعیت پر بنسټ پر غوښتونکو عمومي بندیز ولګوي، بلکې باید د هرې دوسیې ارزونه په جلا توګه ترسره شي.
سره له دې، لا روښانه نه ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به د محکمې پرېکړه په کومه چټکتیا عملي کړي. له همدې امله، افغان کورنۍ لا هم د قانوني پرېکړې او د ویزې د واقعي ترلاسه کولو ترمنځ له واټن سره مخ دي.