لټون

د طالبانو له بندیز وروسته پاکستان او ایران د تریاکو پر نويو مرکزونو بدلېږي

4 لړم 1405 - 18:11 102 views
د طالبانو له بندیز وروسته پاکستان او ایران د تریاکو پر نويو مرکزونو بدلېږي
Photo: Eurasia Review

د ایرو اشیا د یوه تحلیلي راپور له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له خوا د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته، د تریاکو تولید د ایران او پاکستان سرحدي سیمو ته پراخ شوی او د افغانستان، پاکستان او ایران ګډه پوله د تریاکو پر یوه نوي سیمه‌ییز مرکز د بدلېدو په حال کې ده.

د راپور له مخې، د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سپوږمکۍ انځورونو له لارې په څه باندې ۹ زره هکټاره ځمکه کې د کوکنارو کښت پېژندل شوی دی. د راپور څېړنې ښيي چې د افغانستان د کندهار او هلمند ولایتونو ځینې کوکنار کرونکي پاکستان ته اوښتي او له ځايي بزګرانو سره په همکارۍ یې د کوکنارو کښت پراخ کړی دی.

راپور زیاتوي چې د ایران په سیستان او بلوچستان او ځینو نورو ولایتونو کې هم د کوکنارو کښت مخ په پراخېدو دی. د کرنې په ځینو سیمو کې لویې ځمکې یوازې د کوکنارو کښت ته ځانګړې شوې دي.

د نشه‌يي توکو د برخې کارپوهان خبرداری ورکوي چې که دا بهیر دوام وکړي، ښايي په ۲۰۲۷ کال کې د کوکنارو کښت نور هم زیات شي، چې ورسره به نړیوالو بازارونو ته د هیروینو عرضه لوړه او وسله‌والو ډلو ته د عاید زمینه برابره شي.

په افغانستان کې هم د طالبانو له بندیز سره سره د کوکنارو د کښت د بېرته زیاتېدو نښې لیدل کېږي. د راپور له مخې، بدخشان او د هېواد ځینې سوېلي ولایتونه د دې کښت مهمې سیمې دي. وچکالي، پورونه او اقتصادي ستونزې ځینې بزګران دې ته اړ کړي چې د بندیزونو سربېره کوکنار وکري.

د راپور په وینا، د طالبانو له خوا د کورونو د پلټنې په برخه کې د محدودیتونو وضع کول ښايي د کوکنارو د کښت د مخنیوي په پلي کولو کې د نرمښت نښه وي. کارپوهان خبرداری ورکوي چې که دا وضعیت دوام وکړي، په ۲۰۲۷ کال کې په افغانستان کې هم د تریاکو تولید د پام وړ زیاتېدای شي.

کارپوهان همدارنګه وايي چې د افغانستان، پاکستان او ایران په سرحدي سیمو کې د نشه‌يي توکو سوداګري له ناامنۍ سره تړاو لري، ځکه وسله‌والې ډلې له دې سوداګرۍ، د انسانانو له قاچاق او نورو ناقانونه سرحدي فعالیتونو څخه عاید ترلاسه کوي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising