لټون

امریکا: ډیموکراتان غواړي له ایران سره جګړه ختمه او اوکراین ته مرستې بېرته پیل کړي

4 لړم 1405 - 14:44 164 views
امریکا: ډیموکراتان غواړي له ایران سره جګړه ختمه او اوکراین ته مرستې بېرته پیل کړي
Photo: Reuters ډیموکراتان غواړي د کانګرس په ګټلو سره له ایران سره د جګړې، اوکراین ته د مرستو، اسرائیلو ته د پوځي ملاتړ او د امریکا د دفاعي بودجې په اړه د ټرمپ پر سیاستونو محدودیتونه ولګوي.

د امریکا سیاسي شنونکي وايي، ډیموکرات ګوند ښايي د نومبر په درېیمه د منځمهالو ټاکنو پر مهال د استازو جرګه او احتمالا سنا وګټي. دا بریا به ډیموکراتانو ته فرصت ورکړي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر بهرني سیاست او پوځي لګښتونو د محدودیتونو لپاره هڅې وکړي.

ډیموکراتان نیوکه کوي چې د ټرمپ ادارې له کانګرس سره له مشورې پرته له ایران سره جګړه پیل کړې ده. دوی وايي، که د کانګرس د یوې یا دواړو جرګو کنټرول ترلاسه کړي، کولای شي د دفاعي بودجې د کمولو او د چارواکو د عامه پوښتنو له لارې پر ولسمشر فشار راوړي.

دوی همدارنګه غواړي اوکراین ته د امریکا مالي او پوځي مرستې بېرته پیل کړي او د روسیې پر انرژۍ د بندیزونو د کمولو په اړه د ټرمپ د پرېکړو مخه ونیسي.

له بلې خوا، د غزې جګړې او د فلسطینیانو د مرګ‌ژوبلې له امله د ډیموکراتانو په منځ کې اسرائیلو ته د پوځي مرستو د محدودولو ملاتړ هم زیات شوی دی. اسرائیلو ته په وروستي مالي کال کې ۳.۸ میلیارد ډالره پوځي مرستې ورکړل شوې وې.

ډیموکراتان غواړي د ټرمپ د پوځي بودجې د زیاتولو پلان هم محدود کړي او هغه میلیاردونه ډالره بهرنۍ مرستې بېرته تمویل کړي چې د نوموړي ادارې ځنډولې یا لغوه کړې دي.

د راپور له مخې، په منځمهالو ټاکنو کې د ډیموکراتانو بریا ښايي د ټرمپ د بهرني سیاست په مهمو برخو کې د کانګرس رول پیاوړی کړي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising