د جرمني «ولت ام زونتاګ» ورځپاڼې د راپور له مخې، د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو او کډوالۍ کمېشنر مګنوس برونر ویلي، د قانوني طرحې له مخې به فرونټکس د کډوالو د ایستلو په برخه کې مرکزي رول ولري او د بېرته ستنولو بهیر به همغږی کړي.
برونر ویلي، د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د کډوالو د بېرته ستنولو کچه تر ۳۰ سلنې لوړه شوې، خو نوموړي دا کچه لا هم کافي نه ده بللې.
د راپور له مخې، د هغو کډوالو لپاره د داوطلبانه بېرته ستنېدو د مرستو بودجه هم پای ته رسېدلې چې غواړي خپلو هېوادونو ته ستانه شي. تر اکتوبر میاشتې پورې، له ۲۱ زره او ۲۰۰ څخه زیاتو کسانو په دې پروګرام کې نوملیکنه کړې وه، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵۹ سلنه زیاتوالی ښيي.