د اسراییلو په بېلابېلو سیمو کې زرګونه کسانو د بنیامین نتانیاهو پر ضد لاریون کړی او د حکومت د بدلون غوښتنه یې کړې ده.
لاریونکوونکو همداراز د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه د حماس په مشرۍ د بریدونو پر مهال د امنیتي ادارو د ناکامیو په اړه د یوې خپلواکې پلټنې غوښتنه کړې ده.
دا لاریون په داسې حال کې ترسره کېږي چې د اسراییلو ټاکنې نږدې دي او د حکومت پر کړنو او د یادو بریدونو د مخنیوي په برخه کې د امنیتي ادارو پر فعالیت نیوکې دوام لري.
ټاکل شوې د اسراییل ټاکنې د سهشنبې په ورځ ترسره شي.