لټون

د جرمني په هوایي ډګرونو کې د افغان پناه‌غوښتونکو د ایستلو پر ضد لاریونونه شوي

3 لړم 1405 - 08:20 109 views
د جرمني په هوایي ډګرونو کې د افغان پناه‌غوښتونکو د ایستلو پر ضد لاریونونه شوي
د جرمني په څو ښارونو کې سلګونو کسانو د افغان پناه‌غوښتونکو د جبري اخراج او د ځانګړو ترمینلونو د جوړولو پر ضد لاریونونه وکړل.

د جرمني په څو ښارونو کې سلګونو کسانو د شنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۲۴مه، د افغان پناه‌غوښتونکو د ایستلو او د اخراج لپاره د ځانګړو مرکزونو د جوړولو پر ضد لاریونونه وکړل.

د جرمني د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه لاریونونه د فرانکفورټ، کولن، مونیخ، لایپزیګ، دوسلدورف او برلین په ګډون په څو ښارونو کې ترسره شول. په هانوفر کې هم د اخراج د سیاستونو پر ضد لاریون تنظیم شوی و.

لاریون کوونکو افغانستان ته د پناه‌غوښتونکو د جبري لېږلو د بهیر د درولو، د پناه غوښتنې د حق د ساتنې او له طالبانو سره د جرمني د حکومت د همکاریو پر پای ته رسولو ټینګار وکړ.

د جرمني د رسنیو د راپورونو له مخې، په لایپزیګ/هاله هوايي ډګر کې د پولیسو شمېرې شاوخوا ۴۰۰ ګډونوال ښيي، خو تنظیموونکو د ګډونوالو شمېر نږدې ۶۰۰ تنه اټکل کړی و. په فرانکفورټ کې هم د ګډونوالو د شمېر په اړه بېلابېل اټکلونه خپاره شوي دي.

په مونیخ هوايي ډګر کې د ځانګړي اخراج ترمینل د جوړولو پر ضد په لاریون کې د راپورونو له مخې، له ۷۰۰ څخه زیاتو کسانو ګډون کړی و. په نورو ښارونو کې هم لاریونونه ترسره شول.

دغه لاریونونه په داسې حال کې ترسره شوي چې د جرمني حکومت افغانستان ته د هغو افغانانو د بېرته لېږلو بهیر پر مخ وړي چې د چارواکو په وینا، د اخراج شرایط پوره کوي. حکومت د اخراجونو په برخه کې له طالبانو سره تخنیکي اړیکې هم ساتلې دي.

د لاریونونو تنظیموونکو د افغانانو د جبري اخراج د سمدستي درولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د پناه غوښتنې حق، انساني کرامت او د هغو کسانو خوندیتوب چې د ځورونې له خطر سره مخ دي، باید د حکومت د پرېکړو اساسي معیارونه وي.






Advertisement Space Available Contact us for advertising