لټون

په پاکستان کې په یوه اوونۍ کې ۵۱۷ افغانان نیول شوي

2 لړم 1405 - 15:51 66 views
په پاکستان کې په یوه اوونۍ کې ۵۱۷ افغانان نیول شوي
د IOM او UNHCR د راپور له مخې، په پاکستان کې په یوه اوونۍ کې ۵۱۷ افغانان نیول شوي او نږدې ۳ زره او ۸۸۳ نور افغانستان ته ستانه شوي دي.

راپور ښيي چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر تر ۱۷مې پورې له پاکستانه افغانستان ته د ستنو شویو افغانانو ټول شمېر ۲ میلیونه او ۷۴۴ زره او ۶۸ تنو ته رسېدلی دی. په دې شمېر کې په خپله خوښه ستنېدونکي او په زور ایستل شوي کسان شامل دي.

د راپور له مخې، په وروستۍ اوونۍ کې ۸۳ سلنه ستانه شوي افغانان قانوني اسناد نه لري، ۹ سلنه د افغان تابعیت کارتونه او ۸ سلنه د ثبت کارتونه لري.

د نیول کېدو وېره د ستنېدو اصلي لامل بلل شوې ده؛ ۹۵ سلنه بې‌اسناده افغانانو او د تابعیت کارت لرونکو، او ۶۸ سلنه د ثبت کارت لرونکو کسانو دا اندېښنه د بېرته ستنېدو لامل ښودلی دی.

په همدې موده کې ۴۹۹ افغانان له پاکستانه شړل شوي دي. د اکتوبر له ۴مې تر ۱۰مې اوونۍ سره په پرتله، د افغانانو ټولې ستنېدنې ۱۰ سلنه او شړل کېدل ۴۸ سلنه کم شوي دي. افغانان د تورخم، چمن او بهرامچې له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له بشري ناورین، بې‌کارۍ، بې‌وزلۍ او د لومړنیو روغتیايي او خوراکي خدمتونو له کمښت سره مخ دی. نړیوالې ادارې اندېښنه لري چې په زور ستنېدل، په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې د کار، استوګنې او خوندیتوب امکانات نه لري، ستونزې لا زیاتولی شي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising