لټون

رباب فاطمه: د افغانستان راتلونکی د افغانانو په لاس کې دی

2 لړم 1405 - 12:21 63 views
رباب فاطمه: د افغانستان راتلونکی د افغانانو په لاس کې دی
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې، رباب فاطمې، ویلي چې د افغانستان راتلونکی د دغه هېواد د خلکو دی او ملګري ملتونه به د افغانانو ترڅنګ پاتې شي.

هغې د شنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۴مه، د ملګرو ملتونو د جوړېدو د ۸۱مې کلیزې په مناسبت په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، افغانستان له ۱۹۴۶ کال راهیسې د دغه سازمان غړیتوب لري او ملګرو ملتونو د جګړو او کړاوونو پر مهال د افغانانو ملاتړ کړی دی.

فاطمې ویلي، ملګرو ملتونو او شریکانو یې د طبیعي پېښو، وچکالۍ، بې‌ځایه کېدو او بشري بېړنیو حالاتو پر مهال له افغانانو سره مرستې کړې دي. هغې د ښځو، ځوانانو، ښوونکو، روغتیايي کارکوونکو او بشري مرستو د فعالانو هڅې هم ستایلې دي.

د یوناما مشرې چې د اکتوبر په ۱۸مه یې په افغانستان کې خپل ماموریت پیل کړی، ویلي چې د افغانانو کلتور او بډایه میراث ته په درناوي به د خلکو غږ اوري او له هغوی سره به کار کوي. 

هغې زیاته کړې چې افغانستان له مهمو ننګونو سره مخ دی، خو د افغانانو وړتیاوې، هیلې او ظرفیتونه تر دغو ننګونو لوی دي. فاطمې ټینګار کړی چې ملګري ملتونه به د افغانانو د کرامت، فرصتونو او هوساینې د ملاتړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.




Advertisement Space Available Contact us for advertising