پاکستاني چارواکي وايي، درې پاکستانیان یې د یوې داسې شبکې د غړیتوب په تور نیولي چې د څلورو هندي وګړو په همکارۍ یې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وسیله جعلي اسناد جوړول او د کاناډا له بانکونو یې پیسې ترلاسه کولې.
د چارواکو په وینا، نیول شوي کسان د یوې داسې شبکې برخه بلل کېږي چې د جعلي اسنادو او سایبري درغلۍ له لارې یې مالي ګټې ترلاسه کولې.
د قضیې په اړه نور جزئیات، د نیول شویو کسانو هویت او د احتمالي مالي زیان اندازه لا نه ده روښانه شوې.