لټون

په بریتانیا کې افغان اوبر چلوونکی د یوه مسافر د مرګ په قضیه کې په پنځه کاله بند محکوم شو

1 لړم 1405 - 11:27 310 views
په بریتانیا کې افغان اوبر چلوونکی د یوه مسافر د مرګ په قضیه کې په پنځه کاله بند محکوم شو
په بریتانیا کې ۵۳ کلن افغان اوبر چلوونکی حیات‌الله ترکمني د یوه ۲۸ کلن مسافر د مړینې په قضیه کې په پنځه کاله بند محکوم شو.

محکمې نوموړی د بې احتیاطه موټرچلونې له امله، چې د مسافر د مړینې سبب شوی، مجرم بللی؛ خو د قصدي قتل تور یې رد کړی دی.

د بریتانیا د «ډېلي مېل» ورځپاڼې د راپور له مخې، ۵۳ کلن حیات‌الله ترکمني د انګلستان په بازیلډن ښار کې د اوبر موټر چلوونکی و. پېښه له مایکل اشټن، چې ۲۸ کلن و، سره تر لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده.

د راپور له مخې، اشټن د سفر پر مهال ناروغ شوی او د موټر پر شاتنۍ څوکۍ یې کانګې کړې وې. کله چې موټر خپل منزل ته ورسېد، هغه هڅه وکړه چې څوکۍ پاکه کړي، خو د دواړو ترمنځ شخړه دوام وموند.

د راپور پر بنسټ، کله چې موټر حرکت پیل کړ، اشټن له موټر سره ولګېد او سخت ټپي شو. نوموړی د لندن شاهي روغتون ته ولېږدول شو، خو د مغزي سختو ټپونو له امله د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په څلورمه مړ شو.

قاضي د قضیې د ارزونې پر مهال ویلي، چې چلوونکي باید د موټر د حرکت پر مهال د مسافر شتون ته پام کړی وای او د ټکر مخه یې نیولې وای.

څارنوالانو باور درلود چې ترکمني د غوسې له امله له مسافر سره ټکر کړی و؛ خو نوموړي ویلي چې د هغه د ټپي کولو نیت یې نه درلود او د موټر د حرکت پر مهال یې مسافر نه و لیدلی.

په پای کې، منصفه پلاوي ترکمني د قصدي قتل له تور څخه برائت ورکړ، خو د خطرناکې موټرچلونې په تور یې مجرم وپېژاند چې د مسافر د مړینې لامل شوې وه.


Advertisement Space Available Contact us for advertising