لټون

ایټالیا او هسپانیې د سرحدي کنټرولونو د بېرته لرې کولو هوکړه وکړه

1 لړم 1405 - 10:07 91 views
ایټالیا او هسپانیې د سرحدي کنټرولونو د بېرته لرې کولو هوکړه وکړه
Photo: Reuters ایټالیا او هسپانیې هوکړه کړې چې د دواړو هېوادونو د اتباعو پر تګ راتګ لګول شوي محدودیتونه بېرته لرې کړي.
  ایټالیا او هسپانیې هوکړه کړې چې د دواړو هېوادونو د اتباعو پر تګ راتګ لګول شوي محدودیتونه بېرته لرې کړي. د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلي، دغه پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د درې میاشتنۍ لانجې د پای ته رسېدو په معنا ده.

د راپور له مخې، ایټالیا د جولای په ۳۱مه له هسپانیې سره د شېنګن سیمې د پرانیستو سرحدونو ترتیبات وځنډول. د ایټالیا ښي‌اړخي حکومت هغه مهال وویل، غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې د هسپانیې په شمالي افریقا کې د سیوتا سیمې ته ورغلي کډوال د ایټالیا خاورې ته د تګ اجازه ونه مومي.

هسپانیې هم په غبرګون کې له ایټالیا سره ورته اقدام وکړ او د روم پرېکړه یې د اروپايي ټولنې د ګټو خلاف او د هسپانیې له وګړو سره تبعیضي چلند وباله.

د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت په وینا، د دواړو هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو په ټیلیفوني خبرو کې هوکړه کړې چې د شېنګن د پرانیستو سرحدونو د ترتیباتو ځنډول به نور نه غځوي.

وزارت زیاته کړې، د ګډ شېنګن قلمرو د امنیت د ډاډمنولو لپاره به د معلوماتو شریکول هم پیاوړي شي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising