لټون

د ملګرو ملتونو راپور: قاچاقبرو په ۲۰۲۵ کال کې تر ۵۰۹ میلیونه ډالر ګټلي

30 تله 1405 - 13:42 89 views
د ملګرو ملتونو راپور: قاچاقبرو په ۲۰۲۵ کال کې تر ۵۰۹ میلیونه ډالر ګټلي
Photo: UN News

د ملګرو ملتونو د دوو ادارو د تازه اټکلونو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې اروپا ته د سمندري لارو د تګ لپاره کډوالو د انسان‌قاچاقبرو شبکو ته له ۳۸۸ څخه تر ۵۰۹ میلیونه ډالرو پورې پیسې ورکړې دي.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په ګډ راپور کې ویلي، چې تېر کال د اروپا پر لور په څلورو مهمو سمندري لارو شاوخوا ۱۹۰ زره تر ۲۰۹ زره کسان د قاچاقبرو په مرسته لېږدول شوي دي.

د مدیترانې مرکزي لار تر ټولو بوخته وه

د راپور له مخې، د مدیترانې مرکزي سمندري لار، چې د شمالي افریقا ساحلونه له ایټالیا او مالټا سره نښلوي، د کډوالو د تګ تر ټولو مهمه لاره وه. په دې مسیر کې د تېر کال په اوږدو کې د ۸۴ زره او ۱۰۰ زره او ۴۰۰ کسانو ترمنځ د تګ هڅې ثبت شوې دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د یوې سروې له مخې، نږدې نیمایي هغو کسانو چې له شمالي افریقا یا ترکیې څخه یې د ایټالیا او مالټا پر لور د تګ هڅه کړې وه، ویلي چې قاچاقبرو ته یې له ۷۵۰۰ ډالرو څخه زیاتې پیسې ورکړې دي.

د مدیترانې ختیځه لار د کډوالو د تګ دویمه مهمه لاره وه، چې له ترکیې، لیبیا او منځني ختیځ څخه د یونان، قبرس او بلغاریا پر لور غځېږي. د راپور له مخې، په دې مسیر کې د ۴۸ زره او ۴۰۰ او ۵۱ زره او ۳۰۰ کسانو ترمنځ د لېږد اټکل شوی دی.

په ورته وخت کې، د شمال لوېدیځې افریقا د اتلانتیک له سمندري لارې شاوخوا ۳۳ زره کسان د هسپانیا د کانري ټاپوګانو پر لور تللي او د مدیترانې له لوېدیځې لارې، چې د شمالي او لوېدیځې افریقا ساحلونه له هسپانیا سره نښلوي، شاوخوا ۲۴ زره او ۵۰۰ کسان تېر شوي دي.

د قاچاق بیې له یوې لارې بلې ته توپیر لري

راپور ښيي چې د کډوالو د لېږد بیې د مسیر، واټن او سفر د شرایطو له مخې ډېر توپیر لري. په داسې حال کې چې ځینو کډوالو د مدیترانې پر لاره زرګونه ډالر ورکړي، د شمال لوېدیځې افریقا له ساحلونو څخه د کانري ټاپوګانو پر لور د سفر بیه په ځینو مواردو کې د هر کس لپاره ۱۷۰ ډالرو ته هم راکمه شوې ده.

د ملګرو ملتونو ادارې وایي، د انسان‌قاچاق یوه ګټوره جرمي سوداګري ګرځېدلې، چې شبکې یې د اروپا ته د رسېدو لپاره د خلکو له اړتیا او ناامنۍ مالي ګټه اخلي.

په سمندري سفرونو کې زرګونه کسان مړه یا ورک شوي

د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې اروپا ته پر یادو سمندري لارو ۳۴۰۴ کسان مړه شوي یا ورک شوي دي. همدارنګه، شاوخوا ۱۰۴ زره او ۲۰۰ کسان په سمندر کې درول شوي او بېرته ستانه کړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر اټکل کړی، چې د مدیترانې پر مرکزي لار د سفر کوونکو له ۷۲ څخه تر ۸۶ سلنې پورې کسان د قاچاقبرو له خدماتو ګټه اخلي. دا کچه د مدیترانې پر ختیځه لار له ۷۵ څخه تر ۹۰ سلنې او د لوېدیځې لارې پر مسیر له ۵۷ څخه تر ۹۰ سلنې پورې اټکل شوې ده.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې قاچاقبرو ته د پیسو ورکول اروپا ته د رسېدو ضمانت نه شي کېدای. د خطرناکو سمندري سفرونو، د کښتیو د ډوبېدو او د خلکو د ورکېدو پېښې لا هم د کډوالو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising