لټون

افغانې خبریالې خدیجه امین په اسپانیا کې د پناه‌غوښتونکو جایزه وګټله

30 تله 1405 - 09:30 165 views
افغانې خبریالې خدیجه امین په اسپانیا کې د پناه‌غوښتونکو جایزه وګټله
افغانه خبریاله او د ښځو د حقونو فعاله خدیجه امین په اسپانیا کې د پناه‌غوښتونکو د حقونو او لاسته راوړنو په برخه کې د «پناه‌غوښتونکو لپاره ژوند» جایزه ګټلې ده.

افغانه خبریاله او د ښځو د حقونو فعاله خدیجه امین په اسپانیا کې د پناه‌غوښتونکو د حقونو او لاسته راوړنو په برخه کې د «پناه‌غوښتونکو لپاره ژوند» جایزه ګټلې ده.

د راپور له مخې، دغه جایزه د چهارشنبې په ورځ د پناه‌غوښتونکو لپاره د اسپانیا کمېسیون (CEAR) د جایزو د لسم پړاو په مراسمو کې امین ته ورکړل شوې ده. د هغې په وینا، په دې پړاو کې له ۵۰ څخه ډېر کسان نوماندان وو.

خدیجه امین په ۲۰۲۱ کال کې، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، اسپانیا ته ولاړه. نوموړې له هغه وخت راهیسې د افغان خبریالانو او ښځو د حقونو د ملاتړ او عدالت غوښتنې په برخه کې فعالیت کوي.

هغې د «امید ازادي» په نوم یوه ټولنه هم جوړه کړې، چې موخه یې د افغان ښځو پیاوړتیا او زده‌کړو ته د هغوی د لاسرسي لپاره د فرصتونو برابرول دي.

امین وایي، د دې جایزې ترلاسه کول یوازې د هغې شخصي لاسته راوړنه نه ده، بلکې د هغو کډوالو او پناه‌غوښتونکو د وړتیاوو او هڅو د پېژندلو فرصت هم دی چې په نوو ټولنو کې د خپل ژوند د بیا جوړولو هڅه کوي.

هغې ټینګار کړی چې پناه‌غوښتونکي باید یوازې د مرستو اړتیا لرونکي کسان ونه ګڼل شي، ځکه ډېری یې مسلکي تجربه، وړتیاوې او داسې موخې لري چې د کوربه هېوادونو په ټولنیز ژوند کې هم ونډه اخیستلای شي.

د افغانې خبریالې په وینا، هېڅوک په خپله خوښه نه غواړي خپل کور، کورنۍ، ملګري او ټاټوبی پرېږدي؛ خو کله ناکله ناامني او د ازادیو محدودېدل خلک دې ته اړ باسي چې د خوندي ژوند او روښانه راتلونکي لپاره له خپل وطنه ووځي.

هغې هیله څرګنده کړې چې داسې شرایط رامنځته شي چې هېڅ انسان د امنیت، ازادۍ او باعزته ژوند د ترلاسه کولو لپاره د خپل کور او هېواد پرېښودو ته اړ نه شي.

د پناه‌غوښتونکو لپاره د اسپانیا کمېسیون (CEAR) له ۲۰۰۱ کال راهیسې د پناه‌غوښتونکو او کډوالو د حقونو د ملاتړ او د هغوی د وضعیت د ښه کولو په برخه کې د هڅو د ستاینې لپاره کلنۍ جایزې ورکوي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising