لټون

پر نجونو د زده کړو له بندیز ۱۸۵۶ ورځې تیرې شوې

30 تله 1405 - 08:10 83 views
پر نجونو د زده کړو له بندیز ۱۸۵۶ ورځې تیرې شوې
په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د بندیز له لګېدو راهیسې ۱،۸۵۶ ورځې تېرې شوې

ویلي یې دي، چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د بندیز له لګېدو راهیسې ۱،۸۵۶ ورځې تېرې شوې دي.

یلدا حکیم په ټولنیزو رسنیو کې په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې افغان نجونې لا هم نه یوازې له ښوونځیو، بلکې د عامه او ټولنیز ژوند له ګڼو برخو څخه هم محرومې دي.


هغې دغه محدودیتونه ناعادلانه بللي او ویلي یې دي، چې د نجونو پر زده‌کړو بندیز له پنځو کلونو څخه زیات وخت نیولی دی.

حکیم په خپل پیغام کې لیکلي: «پرېږدئ افغان نجونې زده‌کړې وکړي.» هغې زیاته کړې، چې د کلونو محدودیتونو سربېره، افغان نجونې نه دي هېرې شوې.

په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د بېرته رسېدو راهیسې، د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی او ښځې یې هم پوهنتونونو ته له تګ څخه منع کړې دي.

نړیوالو سازمانونو، بېلابېلو حکومتونو او د بشري حقونو بنسټونو په وار وار غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې دې د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیستل شي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising