لټون

امریکاخپلو سفارت کارکوونکو ته امر کړی چې له منځني ختیځ هیوادونو خپلې کورنۍ وباسي

30 تله 1405 - 07:53 98 views
امریکاخپلو سفارت کارکوونکو ته امر کړی چې له منځني ختیځ هیوادونو خپلې کورنۍ وباسي
د فرانسې خبري اژانس (AFP) د یوه ډیپلوماټیکې سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې امریکا له سعودي عربستان څخه د خپلو سفارت‌کارکوونکو د کورنیو د وتلو امر کړی دی.

د فرانسې خبري اژانس (AFP) د یوه ډیپلوماټیکې سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې امریکا له سعودي عربستان څخه د خپلو سفارت‌کارکوونکو د کورنیو د وتلو امر کړی دی.

د یادې سرچینې په وینا، ورته اقدامات په متحده عربي اماراتو، اردن، قطر او بحرین کې هم ترسره شوي او په دغو هېوادونو کې د امریکايي ډیپلوماټانو د کورنیو غړو ته هم د وتلو لارښوونه شوې ده.

تر اوسه د امریکا حکومت د دې پرېکړې په اړه رسمي وضاحت نه دی ورکړی او نه یې هم په څرګنده توګه د دغه اقدام لاملونه بیان کړي دي.

دا پرېکړه په داسې حال کې راپور کېږي، چې د منځني ختیځ په بېلابېلو برخو کې سیمه‌ییز کړکېچونه او امنیتي اندېښنې زیاتې شوې دي. د امریکايي ډیپلوماټانو د کورنیو د وتلو امر ښايي د امنیتي وضعیت په اړه د واشنګټن د اندېښنو څرګندونه وکړي، خو د پرېکړې اصلي دلیل لا هم په رسمي توګه نه دی روښانه شوی.

د دې موضوع په اړه د امریکايي چارواکو د نورو څرګندونو او تازه معلوماتو تمه کېږي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising