لټون

عزیزي او بریښنا شرکت د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا پروژې په اړه خبرې کړې دي

29 تله 1405 - 15:50 57 views
عزیزي او بریښنا شرکت د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا پروژې په اړه خبرې کړې دي
Photo: Mirwais Azizi

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي په دوبۍ کې د برشنا شرکت له عمومي رئیس عبدالحق همکار سره د افغانستان د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا تولید پروژې د تطبیق او د همکارۍ د چوکاټ په اړه خبرې کړې دي.


عزیزي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې د لویو انرژۍ پروژو د پر وخت عملي کولو لپاره د دولتي ادارو او خصوصي سکټور ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په افغانستان کې د برېښنا د تولید د ظرفیت لوړول او د انرژۍ د اړتیاوو پوره کول له مهمو اقتصادي او بنسټیزو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising