لټون

اوچا: په افغانستان کې میلیونونه کسان د خوړو له لاسرسي بې‌برخې دي

29 تله 1405 - 11:45 75 views
اوچا: په افغانستان کې میلیونونه کسان د خوړو له لاسرسي بې‌برخې دي
Photo: OCHA Afghanistan

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي چې په افغانستان کې د خوړو د شتون سربېره، میلیونونه وګړي د اقتصادي ستونزو له امله ورته لاسرسی نه لري.

دغه سازمان د ملګرو ملتونو د جنیوا دفتر له لارې په خپاره شوي پیغام کې ویلي چې د اقتصادي فرصتونو او اساسي عامه خدمتونو د نشتوالي ستونزه نه شي کولای د تل لپاره یوازې د بشري مرستو له لارې جبران شي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ټینګار کړی چې د افغانستان د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یوازې بېړنۍ مرستې کافي نه دي، بلکې داسې دوامدارو لارو چارو ته اړتیا ده چې خلکو ته د عاید ترلاسه کولو، کار موندلو او لومړنیو خدمتونو ته د لاسرسي فرصت برابر کړي.



په افغانستان کې اقتصادي ستونزې او بېوزلي د ګڼو کورنیو لپاره د خوراکي توکو د برابرولو وړتیا محدودوي. په داسې شرایطو کې، د خوراکي توکو موجودیت په خپله دا معنا نه لري چې ټول خلک یې د پېرلو او ترلاسه کولو توان لري.

د ملګرو ملتونو د یادې څرګندونې له مخې، د بشري مرستو ترڅنګ د اقتصادي فرصتونو پراختیا او د اساسي عامه خدمتونو پیاوړتیا د خلکو د اوږدمهاله اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول لري.

Advertisement Space Available Contact us for advertising