لټون

د افغان کډوالو د لنډمهاله خوندي وضعیت پروسې د بېرته فعالولو لپاره په کانګرس کې نوې هڅه

29 تله 1405 - 11:35 112 views
د افغان کډوالو د لنډمهاله خوندي وضعیت پروسې د بېرته فعالولو لپاره په کانګرس کې نوې هڅه
Photo: The Washington Post

د امریکا د استازو جرګې غړي سام لیکاردو هڅه کوي چې د افغان کډوالو لپاره د لنډمهاله خوندي وضعیت (TPS) پروګرام بېرته فعال کړي. نوموړي ویلي، غواړي هغه طرحه چې له څو میاشتو راهیسې په کانګرس کې بنده پاتې ده، د یوه ځانګړي پارلماني میکانیزم له لارې د رایې ورکولو لپاره وړاندې کړي.

لیکاردو ویلي، د کانګرس له رخصتیو وروسته به د «ډسچارج پټیشن» په نوم غوښتنلیک پیل کړي. د دې پارلماني بهیر له مخې، که د استازو جرګې ۲۱۸ غړي د غوښتنلیک ملاتړ وکړي، یوه طرحه د جرګې د مشرتابه له موافقې پرته هم د رایې ورکولو لپاره عمومي غونډې ته وړاندې کېدای شي.

د «۲۰۲۶ کال د افغانستان د لنډمهاله خوندي وضعیت قانون» په نوم دغه طرحه د سام لیکاردو ترڅنګ د کانګرس غړو جېسن کرو، ډان بېکن او ماریا سالازار وړاندې کړې ده. د طرحې موخه دا ده چې افغان کډوال یو ځل بیا د TPS تر پوښښ لاندې راشي او د کډوالۍ د دوسیو د ارزونې پر مهال له اېستلو خوندي پاتې شي.

لیکاردو ویلي، امریکا باید له هغو افغانانو سره خپلې ژمنې عملي کړي چې د افغانستان د جګړې پر مهال یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې او له همدې امله یې خپل ژوند له خطر سره مخ کړی و.

د طرحې له مخې، افغانستان به د ۲۰۲۹ کال د جولای تر لومړۍ نېټې د TPS لپاره وړ هېواد پاتې شي. غوښتونکي به امنیتي او بایومټریک ارزونې بشپړوي او د امریکا د کورني امنیت وزارت به مکلف وي چې د هر غوښتنلیک په اړه د ۹۰ ورځو په موده کې پرېکړه وکړي.

د افغان کډوالو د ملاتړ بنسټونه وايي، د دې طرحې تصویب به په امریکا کې مېشتو هغو افغانانو ته د خوندیتوب زمینه برابره کړي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د بېرته ستنېدو له ګواښ سره مخ دي. د TPS تر پوښښ لاندې راتلل به هغوی ته د قانوني کار کولو اجازه هم ورکړي.

د راپور له مخې، د ډونالډ ټرمپ ادارې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان لپاره د لنډمهاله خوندي وضعیت پروګرام پای ته ورساوه. دا پرېکړه د هغو اقداماتو برخه وه چې له مخې یې د ۱۳ هېوادونو د وګړو لپاره ورته خوندیتوب لغوه شو. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د دې پرېکړې له امله تر اته زرو ډېر افغان کډوال د اېستلو له احتمالي ګواښ سره مخ شوي دي.

د کلیفورنیا ایالت د فریمونټ ښار، چې په امریکا کې د افغانانو له مهمو مېشت‌ځایونو څخه دی، هم د دې پرېکړې له اغېزو سره مخ شوی دی.

اوسمهال طرحه د استازو جرګې د قضايي چارو په کمېټه کې ده او لا یې عمومي غونډې ته د وړاندې کېدو پړاو ته لاره نه ده موندلې. د «ډسچارج پټیشن» له لارې د هغې د وړاندې کولو لپاره د جرګې د لږ تر لږه ۲۱۸ غړو ملاتړ اړین دی.

د افغان ـ امریکايي بنسټ مشر جوزف اعظم د طرحې ځنډ د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې د افغانانو لپاره د TPS پای ته رسېدو د ګڼو کسانو باور زیانمن کړی دی. نوموړي ټینګار کړی چې د افغان کډوالو د خوندیتوب لپاره باید له ټولو شته قانوني او سیاسي لارو چارو کار واخیستل شي.

دا هڅه په داسې حال کې کېږي چې زرګونه افغان کډوال لا هم په امریکا کې د خپل قانوني وضعیت او د احتمالي اېستلو په اړه له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
Advertisement Space Available Contact us for advertising