لټون

سي واچ: د مدیترانې په سمندر کې تر ۳۰ ډېر کډوال اوبو ته غورځول شوي

29 تله 1405 - 07:15 70 views
سي واچ: د مدیترانې په سمندر کې تر ۳۰ ډېر کډوال اوبو ته غورځول شوي
Photo: Sea Watch سي واچ وايي، د مدیترانې په سمندر کې د کډوالو د ژغورنې پر مهال د شپږو وسله‌والو کسانو د یوې کښتۍ له رسېدو وروسته تر ۳۰ ډېر کسان اوبو ته لوېدلي دي.

د کډوالو د ژغورنې ادارې «سي واچ» ویلي، چې د مدیترانې په سمندر کې د ژغورنې عملیاتو پر مهال تر ۳۰ ډېر کډوال اوبو ته غورځول شوي دي. دغه عملیات د یادې ادارې د «سي واچ ۵» په نوم د ژغورنې کښتۍ له خوا ترسره کېدل.

د ادارې په وینا، د کښتۍ عملې د سهار په لومړیو ساعتونو کې له یوې ګڼې ګوڼې ډکې فایبرګلاس کښتۍ څخه د ۶۵ کسانو د ژغورلو هڅه کوله، چې په دې مهال یوه تېزه کښتۍ د پېښې ځای ته ورسېده. د سي واچ په وینا، په دې کښتۍ کې شپږ وسله‌وال کسان سپاره وو او د هغوی راتګ د ژغورنې بهیر له خطرناک وضعیت سره مخ کړ.

سي واچ ادعا کړې، چې د پېښې پر مهال تر ۳۰ ډېر کسان سمندر ته ولوېدل. خو ادارې تر اوسه د وسله‌والو کسانو د هویت او هغو شرایطو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي، چې د کډوالو د اوبو ته د لوېدو لامل شوي دي.

مدیترانه لا هم اروپا ته د کډوالۍ له تر ټولو خطرناکو لارو څخه ګڼل کېږي. د کډوالو د ژغورنې بشري ادارې په وار وار خبرداری ورکړی، چې په کوچنیو او له ګڼې ګوڼې ډکو کښتیو کې د اروپا پر لور سفر د مرګ او ورکېدو له جدي خطرونو سره مل دی.


Advertisement Space Available Contact us for advertising