اروپايي ټولنې ته د ناقانونه سرحدي تګ راتګ پېښې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو نهو میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۳۲ سلنه کمې شوې دي. د اروپا د سرحدونو او ساحلي ساتنې ادارې «فرونټکس» د لومړنیو شمېرو له مخې، په دې موده کې د اروپايي ټولنې پر بهرنیو پولو د ناقانونه تګ راتګ څه باندې ۹۱ زره پېښې ثبت شوې دي.
د راپور له مخې، د تګ راتګ تر ټولو لوی کمښت د مدیترانې سمندر په مرکزي مسیر کې ثبت شوی، چې پېښې یې ۵۶ سلنه کمې شوې دي. برعکس، د مدیترانې په لوېدیځ مسیر کې د ناقانونه تګ راتګ پېښې ۲۶ سلنه زیاتې شوې دي. دا یوازینی لوی مسیر دی چې په کې د پېښو شمېر لوړ شوی دی.
د فرونټکس د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو نهو میاشتو کې د مدیترانې په ختیځ مسیر کې هم شاوخوا ۳۱ زره او ۸۰۰ پېښې ثبت شوې دي، چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۵ سلنه کمښت ښيي. د مرکزي مدیترانې له لارې د تګ راتګ په برخه کې لیبیا د کډوالو د وتلو له مهمو مرکزونو څخه پاتې شوې ده.
د کډوالۍ او کورنیو چارو په برخه کې د اروپايي کمېسیون غړي، مګنوس برونر، ویلي چې د ناقانونه سرحدي تګ راتګ د پېښو کمېدل د اروپايي ټولنې د کډوالۍ د سیاست د اغېزمنتیا ښکارندويي کوي. خو نوموړي خبرداری ورکړی، چې د انسانانو د قاچاق شبکې خپلې لارې او کړنلارې بدلوي.
برونر زیاته کړې، اروپايي ټولنه غواړي د فرونټکس واکونه پراخ کړي او د روان کال تر پایه د بېړني غبرګون لپاره نوی اروپايي چوکاټ رامنځته کړي، څو د کډوالۍ د مسیرونو بدلونونو ته پر وخت ځواب ووایي.
د فرونټکس په شمېرو کې د سرحدي تګ راتګ ثبت شوې پېښې شمېرل کېږي، نه په جلا توګه د ټولو هغو کسانو شمېر چې اروپا ته داخل شوي دي؛ ځکه یو کس ښايي په بېلابېلو وختونو یا ځایونو کې څو ځله ثبت شي.