د امریکا سترې محکمې د یوې اووه کلنې افغانې ماشومې د منلو په اړه د هغې د افغان خپلوانو غوښتنه نه ده منلې. د محکمې دغه پرېکړه د ویرجینیا ایالت د سترې محکمې پخوانۍ پرېکړه پر ځای پرېږدي، چې د امریکايي سمندري ځواکونو د افسر جوشوا ماسټ او د هغه د مېرمنې په ګټه شوې وه.
د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د ماشومې مور او پلار د ۲۰۱۹ کال په سپټمبر کې په افغانستان کې د امریکايي رېنجر ځواکونو او افغان ځواکونو د یوه عملیات پر مهال وژل شوي وو. ماشومه چې هغه مهال کوچنۍ وه، د ودانۍ د نړېدلو تر خاورو لاندې وموندل شوه او د درملنې لپاره د کابل ترڅنګ د بګرام هوايي اډې ته ولېږدول شوه.
وروسته جوشوا ماسټ او مېرمنې یې د ماشومې د منلو پرېکړه وکړه. خو د ډونالډ ټرمپ د لومړۍ ولسمشرۍ پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغان حکومت سره په همکارۍ د ماشومې د ژوندي خپلوانو د موندلو هڅې وکړې. په پایله کې یې یو د تره زوی او د هغه مېرمن وموندل شول، چې ماشومه یې شاوخوا ۱۸ میاشتې له ځان سره وساتله او پالنه یې وکړه.
د راپور له مخې، په داسې حال کې چې ماشومه له افغانې کورنۍ سره اوسېده، ماسټ او مېرمنې یې د ویرجینیا له یوې محکمې څخه د ماشومې د منلو وروستی حکم ترلاسه کړ، خو افغان خپلوان یې له دې بهیره خبر نه وو.
په ۲۰۲۱ کال کې، کله چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه وتل، ماسټ له افغانې کورنۍ سره مرسته وکړه چې امریکا ته ولاړه شي. خو کله چې هغوی امریکا ته ورسېدل، نوموړي د افغان خپلوانو له مخالفت سره سره ماشومه د کډوالو د مېشتولو له یوه مرکز څخه له ځان سره یوړه.
افغانې جوړې وروسته محکمې ته شکایت وکړ او ویې ویل، چې د ماشومې د منلو قانوني بهیر له ستونزو سره مخ و. د ویرجینیا ټیټو محکمو د هغوی په ګټه پرېکړې کړې وې، خو د دغه ایالت سترې محکمې د قانون له مخې د منلو د وروستي حکم د اعتراض لپاره شپږ میاشتنی مهلت ته په پام سره د ماسټ د کورنۍ په ګټه پرېکړه وکړه.
افغان خپلوانو له دې وروسته د امریکا سترې محکمې ته د استیناف غوښتنه وکړه. د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د امریکا یوه پخواني سفیر او د پوځي سرتېرو او نړیوالو منل شویو ماشومانو د حقونو یو شمېر بنسټونو هم د هغوی د غوښتنې ملاتړ کړی و.
ماسټ او مېرمن یې ویلي، چې د ماشومې د خوندیتوب او د هغې لپاره د باثباته ژوند برابرولو په موخه یې دا کار کړی دی. هغوی د افغانې جوړې له ماشومې سره د خپلوي ادعا هم تر پوښتنې لاندې راوستې او ویلي یې دي، چې د څو کلونو له تېرېدو وروسته د قضیې بیا پرانیستل به د ماشومې ژوند ګډوډ کړي.
د امریکا سترې محکمې د استیناف غوښتنې نه منل د قضیې د ټولو واقعیتونو په اړه نوې پرېکړه نه ده؛ خو د ویرجینیا د سترې محکمې حکم پر ځای پرېږدي او افغان خپلوان نور د همدې لارې د استیناف فرصت نه لري.