لټون

قطر: له افغانستان سره د بشري مرستو او ډیپلوماسۍ په برخه کې همکارۍ ته دوام ورکوو

28 تله 1405 - 11:31 81 views
قطر: له افغانستان سره د بشري مرستو او ډیپلوماسۍ په برخه کې همکارۍ ته دوام ورکوو
د قطر د نړیوالې همکارۍ وزیرې مریم بنت علي بن ناصر المسند په دوحه کې د نړۍوال امنیت فورم په غونډه کې د بشري مرستو او د اوبو د حیاتي زېربناوو پر ساتنې ټینګار کړی دی.

المسند دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۹مه، په دوحه کې د ۲۰۲۶ کال د نړۍوال امنیت فورم په چوکاټ کې د «بشري ډیپلوماسۍ او د اوبو امنیت ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا» تر سرلیک لاندې په یوه غونډه کې کړې دي. 

نوموړې ویلي، سیمه له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ ده او د دغو ګواښونو اغېزې ښايي د سیمې له پولو واوړي او پر نړۍوال اقتصاد هم اغېز وکړي. هغې زیاته کړې، چې د روان کال په اوږدو کې د اوبو د امنیت په برخه کې ننګونې زیاتې شوې او پر مهمو اوبو رسوونکو تاسیساتو د بریدونو راپورونو دغه وضعیت لا جدي کړی دی.

د قطر د دولت وزیرې ټینګار کړی، چې د اوبو د تصفیې، پاکولو او وېش د تاسیساتو زیانمنېدل د خلکو پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی محدودولای شي. د هغې په وینا، د ملکي وګړو د حیاتي زېربناوو ساتنه، د نړۍوالو بشري قوانینو رعایت او د هېوادونو ترمنځ همکاري د دغو ستونزو د مخنیوي لپاره اړین دي. 

المسند د قطر د مرستندویو هڅو په اړه ویلي، چې دغه هېواد د بشري مرستو، منځګړیتوب، د بیارغونې د تمویل او بې‌ځایه شویو ملکي وګړو د ملاتړ له لارې په بېلابېلو کړکېچنو سیمو کې ونډه اخیستې ده. هغې په ځانګړې توګه د افغانستان ترڅنګ غزه، سوډان، لبنان، سومالیا او سوریه یاد کړي دي.

نوموړې همداراز د وسله‌والو شخړو پر ښکېلو خواوو د اغېز اچولو لپاره د ګډو نړۍوالو هڅو پر اړتیا ټینګار کړی او له ټولو اړخونو یې غوښتي، چې د جګړو له امله د اغېزمنو خلکو د ګټې لپاره حیاتي سرچینې خوندي کړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې هم ویلي، چې دوحه غواړي د ملګرو ملتونو او بشري بنسټونو په همکارۍ په افغانستان کې د بشري مرستو او پراختیايي فعالیتونو ملاتړ وکړي. د دغه هېواد چارواکو د روغتیا، زده‌کړو او اقتصادي پیاوړتیا برخې د همکارۍ له مهمو موضوعاتو بللې دي. 


Advertisement Space Available Contact us for advertising