د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، د دغو لاریونونو اصلي تمرکز به د لایپزیګ ـ هاله پر هوايي ډګر وي؛ هغه هوايي ډګر چې په تېرو وختونو کې ترې افغانستان ته د اېستل شویو افغان کډوالو د لېږد لپاره کار اخیستل شوی دی.
د لاریونونو د تنظیموونکي اېتلاف ویاند، لوکا مولر، له طالبانو سره د جرمني د حکومت پر همکارۍ نیوکه کړې ده. نوموړي ویلي، د کډوالو د اېستلو په بهیر کې د طالبانو همکاري او له دې لارې د هوايي شرکتونو ګټه ترلاسه کول د اندېښنې وړ دي.
دغه لاریونونه به د «کډوالو د اېستلو د لېونتوب پر ضد سراسري اعتراض» تر شعار لاندې ترسره شي. تنظیموونکي د هغو کډوالو د اېستلو مخالفت کوي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي. دوی همداراز د کډوالو نیول، توقیفول او د اېستلو لپاره د ځانګړو مرکزونو او اسانتیاوو پراخول هم غندي.
د اعلان شوي پروګرام له مخې، لاریونونه به د لایپزیګ ـ هاله، فرانکفورت، کولن، مونیخ، دوسلدورف، هانوفر او برلین په هوايي ډګرونو کې ترسره شي.
د کډوالو د اېستلو پر لګښتونو نیوکې
د لاریونونو تنظیموونکي د جرمني د حکومت پر بودیجوي لومړیتوبونو هم نیوکه کوي. دوی وايي، په داسې حال کې چې حکومت د ټولنیزو او روغتیايي خدمتونو د بودیجې د کمولو پر طرحو غور کوي، د کډوالو د اېستلو او د دې بهیر لپاره د اړینو مرکزونو د پراخولو په برخه کې د پام وړ مالي سرچینې لګوي.
د کډوالو د حقونو فعالان ټینګار کوي چې د عامه بودیجې د لګولو لومړیتوبونه باید له سره وارزول شي او د کډوالو د اېستلو د بهیر د پراخولو پر ځای ټولنیزو او روغتیايي خدمتونو ته زیاته پاملرنه وشي.
دا لاریونونه په داسې حال کې پلان شوي چې د جرمني حکومت د هغو افغانانو د بېرته ستنولو هڅې کوي چې په دغه هېواد کې د پاتې کېدو قانوني اجازه نه لري. د افغانانو اېستل او له طالبانو سره د دې بهیر په تړاو اړیکې د کډوالو د حقونو د فعالانو له مهمو اندېښنو څخه دي.