د افغانستان لپاره د اېټالیا سفارت د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۶مه) پر خپلې وېبپاڼې لیکلي، چې له دې بودجې څخه ۱.۳ میلیونه یورو روغتیايي پروژو ته ځانګړي شوي، په داسې حال کې چې پاتې ۳.۶ میلیونه یورو به د روغتیا، جنسیتي برابرۍ، کرنې او خوړو خوندیتوب په برخو کې پر څو اړخیزو پروژو ولګول شي.
د اېټالیا د پراختیايي همکاریو ادارې له غیرانتفاعي بنسټونو غوښتي، چې د دغو پروژو د پلي کولو لپاره خپل وړاندیزونه وړاندې کړي. د ادارې په وینا، د پروژو پر مهال باید اساسي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی ښه شي، ښځو او نجونو ته فعاله ونډه ورکړل شي او د سیمهییزو ټولنو وړتیا لوړه شي، څو له بشري او اقتصادي ستونزو سره مقابله وکړای شي.
د اېټالیا د سفارت د معلوماتو له مخې، دغه هېواد په ۲۰۲۵ کال کې هم افغانستان ته د ۱۶.۵ میلیونه یورو په ارزښت د بېړنیو مرستو ژمنه کړې وه. د اېټالیا مرستې تر ډېره د روغتیا، خوړو خوندیتوب، زدهکړو او د زیانمنونکو خلکو د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو ته ځانګړې کېږي. د دغو مرستو د پلي کولو چارې د ملګرو ملتونو د ادارو او یو شمېر نړیوالو او غیرانتفاعي بنسټونو له لارې همغږي کېږي.
اېټالیا په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته خپل سفارت له کابله دوحې ته ولېږداوه او د طالبانو حکومت یې په رسمیت ونهپېژاند؛ خو د افغانستان له خلکو سره یې د مرستو بهیر ته دوام ورکړی دی. دغه هېواد په وار وار د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار او ټولنیز ګډون د محدودیتونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
د اېټالیا نوې بودجه په داسې وخت کې اعلانېږي، چې افغانستان لا هم له پراخې بشري او اقتصادي ستونزې سره مخ دی او د روغتیايي خدمتونو، خوړو او د کورنیو د ملاتړ اړتیا دوام لري.