ټرمپ د یکشنبې په ورځ (اکټوبر ۱۸مه) په خپله ټولنیزه شبکه «ټروت سوشیل» کې لیکلي، دی د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې لپاره خبرې کوي او نه غواړي داسې اقدام وکړي چې مسکو له خبرو لرې کړي.
هغه زیاته کړې، د روسیې پر وړاندې د نورو اقداماتو په اړه د یوه سند لاسلیک یې ځنډولی، ځکه د ده په وینا، دغه سند وروسته هم لاسلیکولای شي. ټرمپ د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په اړه روانې خبرې هم د پرمختګ یوه برخه بللې، خو د احتمالي هوکړې په اړه یې مشخص جزئیات نه دي ورکړي.
ټرمپ همداراز د روسیې د تېلو د تصفیې پر تاسیساتو د اوکراین بریدونه نقد کړي او ادعا یې کړې چې دغه بریدونه د ډیزلو پر نړیوالو بازارونو، په ګډون د امریکا پر بازار، منفي اغېز کوي.
هغه ویلي، اوکراین کولای شوای دوه کاله مخکې په خبرو کې تر دې غوره شرایط ترلاسه کړي وای. خو ټرمپ په خپله لیکنه کې د زلنسکي د نیت په اړه د خپلو ادعاوو لپاره شواهد نه دي وړاندې کړي.