لټون

په لویدیځه غاړه کې پر اروپايي ډیپلوماټانو او فرانسوي ښاروال برید

26 تله 1405 - 12:31 81 views
په لویدیځه غاړه کې پر اروپايي ډیپلوماټانو او فرانسوي ښاروال برید
رویټرز راپور ورکړی چې د اسراییلي ښارګوټو اوسېدونکو د شنبې په ورځ په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې پر اروپايي ډیپلوماټانو او یوه فرانسوي ښاروال برید کړی دی

د راپور له مخې، په دغه برید کې د بلجیم، فرانسې او پولنډ ډیپلوماټان په نښه شوي دي.

دا پېښه یوه ورځ وروسته له هغه شوې چې د اسراییلي ښارګوټو اوسېدونکو د زیتونو د راټولولو پر مهال پر فلسطینیانو برید وکړ او لږ تر لږه دوه کسان یې ټپیان کړل. په ټپیانو کې د واشنګټن پوسټ امریکایۍ انځور اخیستونکې هایدي لوین هم شامله وه.

په همدې حال کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له اسراییلو غوښتي چې په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسراییلي ښارګوټو د اوسېدونکو د بریدونو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising