لټون

ایټالیا لا هم اروپا ته د افغان کډوالو د تګ مهمه لاره ده

26 تله 1405 - 07:10 216 views
ایټالیا لا هم اروپا ته د افغان کډوالو د تګ مهمه لاره ده
د افغانستان د څېړونکو شبکې راپور وايي، ایټالیا لا هم اروپا ته د افغان کډوالو د تګ مهمه لاره ده، خو د کار، ژبې او استوګنې ستونزې افغانان نورو هېوادونو ته تګ ته هڅوي.

د راپور له مخې، که څه هم ایټالیا د افغانانو د پناه غوښتنې ډېری غوښتنې مني، خو د کمزوري اقتصادي وضعیت، د مناسبو کاري فرصتونو د نشتوالي او د استوګنې د ستونزو له امله، ډېری افغانان په دغه هېواد کې د پاتې کېدو پر ځای نورو اروپایي هېوادونو ته د تګ هڅه کوي.

په راپور کې د ایټالیا شمال‌ختیځ ښار «تریست» د بالکان له ځمکنۍ لارې اروپا ته د افغان کډوالو د ننوتلو یوه مهمه دروازه بلل شوې ده. د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ شاوخوا ۳۰ زره افغانان دغه ښار ته داخل شوي او افغانان د دې لارې تر ټولو لویه کډواله ډله جوړوي.

راپور زیاتوي، چې په ۲۰۲۴ کال کې ایټالیا ته له رسېدلو افغانانو څخه ۸۵۱ کسانو ته بشپړه سیاسي پناه او ۷۸۲ نورو ته فرعي خوندیتوب ورکړل شوی و، په داسې حال کې چې د پناه غوښتنې د رد کچه اته سلنه ښودل شوې ده.

د څېړونکو شبکې په وینا، د بالکان له لارې ایټالیا ته ډېری مجرد ځوانان رسېږي، خو هلته د ژبې، استوګنې او کار موندلو له ستونزو سره مخ کېږي. د راپور له مخې، په دغه هېواد کې ډېری کاري فرصتونه په کرنه او موسمي کارونو پورې تړلي دي.

همدارنګه، هغه افغانان چې په جرمني، اتریش یا د سکاندیناوي هېوادونو کې یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد شوي وي، ځینې یې بېرته ایټالیا ته ستنېږي، څو د اسنادو د ترلاسه کولو له لارې د اخراج مخه ونیسي.

د راپور موندنې ښيي، چې د ۲۰۲۶ کال په اوړي کې د اروپایي ټولنې د کډوالۍ د نوي تړون له پلي کېدو وروسته، په تریست کې د پناه غوښتنې بهیر چټک شوی، خو محدودیتونه زیات شوي او قانوني اسانتیاوې کمې شوې دي.

په ورته وخت کې، د «لینیا دومبرا» په څېر د کډوالو ملاتړي بنسټونه د ښار په رېلګاډي تمځایونو کې کډوالو ته لومړنۍ مرستې برابروي. خو د راپور له مخې، د سیمه‌ییزو چارواکو محدودوونکو تګلارو له امله ځینې کډوال اړ کېږي چې په خرابو او نیمه‌ورانو ودانیو کې شپې تېرې کړي.

د دغو ستونزو باوجود، ایټالیا لا هم د هغو افغانانو لپاره د اروپا د ننوتلو یوه مهمه لار ده چې د بالکان له لارې سفر کوي او د قانوني اسنادو د ترلاسه کولو هڅه کوي.




Advertisement Space Available Contact us for advertising