ټرمپ دغه پرېکړه د سپټمبر په ۲۵مه په یوه ولسمشریزه اعلامیه کې کړې، چې د اکتوبر په دویمه د امریکا په رسمي فدرالي ثبت کې خپره شوې ده. د پرېکړې له مخې، د کډوالو د منلو په بهیر کې به د افریکنرانو په نوم د سوېلي افریقا سپینپوستي توکمیزې ډلې ته لومړیتوب ورکول کېږي.
د ټرمپ ادارې ادعا کړې چې افریکنران د ځمکو له نیولو، تبعیض او تاوتریخوالي سره مخ دي. خو د سوېلي افریقا حکومت په دغه هېواد کې د سپینپوستانو د نسلوژنې ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې دا ادعاوې د باوري شواهدو پر بنسټ نه دي ثابتې شوې.
د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا دا تګلاره د دغه هېواد د کډوالو د منلو له دودیز بهیر سره د پام وړ توپیر لري؛ ځکه په دغه پروګرام کې پخوا د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه هغو کسانو ته د پناه ورکولو زمینه برابرېده چې له جګړو، ځورونې او بشري ناورینونو تښتېدلي وو.
دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د ۲۰۲۶ مالي کال لپاره هم د کډوالو د منلو لومړنی حد ۷ زره او ۵۰۰ تنه ټاکل شوی و، چې په هغه کې هم افریکنرانو ته لومړیتوب ورکړل شوی و. ټرمپ د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې د همدغه مالي کال لپاره د کډوالو د منلو شمېر ۱۷ زره او ۵۰۰ تنو ته لوړ کړ.
د کډوالو د حقونو ملاتړو او کاتولیک مذهبي مشرانو پر دې تګلارې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د کډوالو د منلو محدودول او یوې ځانګړې ډلې ته لومړیتوب ورکول، د نړۍ په نورو سیمو کې له جګړو او ځورونې تښتېدونکو کسانو ته د پناه موندلو فرصتونه کموي.
د امریکا د کاتولیکو اسقفانو کنفرانس استازو هم ټینګار کړی چې د کډوالو تګلاره باید بشري مسوولیتونه په پام کې ونیسي. د کډوالۍ د برخې فعالان خبرداری ورکوي چې د امریکا دا چلند ښايي د هغو نړیوالو هڅو اغېز کمزوری کړي چې د ځورونې او جګړو له قربانیانو سره د مرستې لپاره ترسره کېږي.