د پاکستان د بلوچستان ایالت د کلات او مستونګ ولسوالیو ترمنځ پر یوه سړک نامعلومو وسلهوالو لږ تر لږه ۲۰ پولیس سرتېري تښتولي دي.
د حکومتي چارواکو په وینا، دغه پولیس د جمعې په ورځ له کلات څخه د نوشکي ولسوالۍ د جلب او جذب یوه مرکز ته روان وو، چې د ګورګینه په نوم په یوه لرې پرته غرنۍ سیمه کې یې موټر د وسلهوالو له لوري ودرول شو.
یوه لوړپوړي حکومتي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ویلي چې تښتول شوي پولیس د بلوچستان د رخشان ډویژن د واشک، چاغي، خاران او نوشکي ولسوالیو اوسېدونکي دي.
د چارواکي په وینا، وسلهوالو پولیس د مستونګ ولسوالۍ سیمې ته لېږدولي او وروسته یې نامعلوم لوري ته بیولي دي. خو د موټر چلوونکی او دوه یا درې نور مسافر یې خوشې کړي دي.
په کوټه کې ازاد خبریال محب الله خان ته سرچینو ویلي چې امنیتي ځواکونو د تښتول شویو پولیسو د موندلو او راخوشې کولو لپاره عملیات او هڅې پیل کړې دي. تر اوسه د تښتونې مسوولیت کومې وسلهوالې ډلې نه دی منلی او د پولیسو د برخلیک په اړه هم معلومات نه دي خپاره شوي.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په بلوچستان کې په وروستیو ورځو کې د حکومتي چارواکو د تښتولو پېښې زیاتې شوې دي. تېره پنجشنبه هم نامعلومو وسلهوالو د کلات ډویژن کمېشنر اسدالله کاکړ او د هغه موټر چلوونکی د کوټې او خاران ترمنځ د سفر پر مهال تښتولي وو. د راپور له مخې، د هغوی د بېرته خوشې کېدو خبر هم لا نه دی ورکړل شوی.
په بلوچستان کې د بلوڅ ازادي غوښتونکو پوځیانو (BLA) په ګډون بېلتونپالو وسلهوالو ډلو په وروستیو کې پر امنیتي ځواکونو د بریدونو مسوولیت منلی دی. دغه ډلې پر پاکستاني حکومت تور لګوي چې ځايي خلک د سیمې له معدني او طبیعي سرچینو څخه بېبرخې کوي؛ خو اسلاماباد دا تورونه ردوي او ادعا کوي چې هند له دغو ډلو ملاتړ کوي. هند هم د پاکستان دا تورونه په وار وار رد کړي دي.
تر اوسه روښانه نه ده چې د ۲۰ پولیسو او د کلات ډویژن د کمېشنر د تښتولو تر شا کومه ډله ده.