کابلوف دا څرګندونې د جمعې په ورځ په مسکو کې د منځنۍ اسیا او افغانستان د امنیت په اړه یوې غونډې ته کړې دي. په دې غونډه کې د ډلهییز امنیت تړون سازمان، د خپلواکو هېوادونو ګډو ګټو او د شانګهای همکاریو سازمان استازو هم ګډون درلود.
نوموړي منلې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ عمومي ارزښت لا هم نسبتاً ټیټ دی، خو د افغانستان اقتصادي وضعیت ته په پام سره یې دغه زیاتوالی د پام وړ بللی دی.
کابلوف ویلي، مسکو غواړي له کابل سره سوداګریزې اړیکې په تدریجي او دوامدار ډول پراخې کړي. د هغه په وینا، د دواړو لوریو ترمنځ همکاري مخ پر پراختیا ده او پر متقابلو ګټو ولاړه ده.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې روسیه له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پراخولو هڅې کوي. ټاکل شوې د روسیې د لومړي وزیر د مرستیال الکسي اوورچوک په مشرۍ یو پلاوی هم په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته سفر وکړي او د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړي؛ خو د سفر کره نېټه نه ده اعلان شوې.
د روسیې د چارواکو د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت شاوخوا ۳۲۶ میلیونه ډالرو ته رسېدلی و، خو افغان لوري تر دې د لوړو شمېرو یادونه کړې ده.
روسیې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړې دي. مسکو په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند او په دې توګه لومړی هېواد شو چې دا ګام یې واخیست. د دواړو لوریو د همکاریو مهمې برخې د سونتوکو، کرنیزو محصولاتو او سیمهییز امنیت په برخو کې دي.
سره له دې، د سوداګرۍ د زیاتوالي دوام او د اقتصادي همکاریو پراخول لا هم د دواړو هېوادونو پر وړاندې مهمې ننګونې دي. کابلوف د سوداګرۍ د ودې د دوام ډاډ ورکړی، خو د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د سوداګرۍ د ارزښت او توکو په اړه تفصیلي شمېرې نه دي وړاندې کړې.