ایران، سره له دې چې له درنو پوځي او اقتصادي زیانونو سره مخ شوی، ښودلې چې د سیمې پر وضعیت او نړیوال اقتصاد د اغېز لپاره یوازې پر پیاوړي پوځ تکیه نه کوي.
د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا (CFR) مشر مایکل فرومن په «د ایران په جګړه کې د نامتقارن ځواک بریا» تر سرلیک لاندې شننه کې، چې د اکتوبر په ۱۶مه خپره شوې، لیکلي چې ښايي د دې جګړې مهمه پایله د یوه لوري پوځي بریا نه، بلکې د امریکا د پوځي ځواک د محدودیتونو څرګندېدل وي.
د فرومن په وینا، د ډونالډ ټرمپ ادارې د جګړې له پیله د ایران د هوايي او سمندري ځواکونو له منځه وړل، د توغندیو د توغولو وړتیا کمول او د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د تولید تاسیساتو ویجاړول خپلې موخې بللې وې. هغه ارزوي چې امریکا د دغو موخو په یوه مهمه برخه کې بریالۍ شوې، خو دا پوځي لاسته راوړنې د واشنګټن د ستراتیژیکو موخو د تحقق په معنا نه دي.
فرومن لیکلي، تهران پوهېده چې د امریکا له پوځي ځواک سره په مستقیمه جګړه کې د بریا چانس نه لري؛ خو د توغندیو، بېپیلوټه الوتکو او سمندري ماینونو په کارولو سره یې د هرمز تنګي جغرافیایي موقعیت د اقتصادي فشار پر وسیله بدل کړی دی. د هغه په تحلیل کې، د ایران نفوذ نور یوازې د پاتې جنګي الوتکو، بېړیو او توغندیو په شمېر نه سنجول کېږي، بلکې د نړیوال اقتصاد پر وړاندې د لګښتونو وړتیا یې هم مهمه ده.
د دې شننې له مخې، د جګړې اغېزې یوازې پر منځني ختیځ نه دي محدودې شوې. د انرژۍ د بیو لوړېدو او په امریکا کې د انفلاسیون فشارونو د واشنګټن پر پالیسیو هم اغېز کړی دی. فرومن ادعا کوي چې دې وضعیت له روسیې سره د امریکا پر اړیکو او د اوکراین او اروپايي هېوادونو له غبرګونونو سره هم تړلې پایلې لرلې دي.
نوموړي د یمن د حوثیانو بریدونه هم د نامتقارن جګړې د اغېز یوه بېلګه بللې ده. د هغه په تحلیل کې، پر سعودي عربستان، په ځانګړي ډول د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر، بریدونو د دغه هېواد امنیتي وضعیت له ننګونو سره مخ کړی دی. په شننه کې د رویټرز د راپور له مخې، د اکتوبر د ۱۰مې برید لږ تر لږه ۱۲ کسان وژلي او تر ۳۰۰ ډېر یې ټپیان کړي دي.
فرومن همداراز د خلیج په سیمه کې د امریکا د پوځي حضور راتلونکی تر پوښتنې لاندې بولي. د هغه په وینا، هغه پوځي اډې چې عربي هېوادونو د خپل امنیت د تضمین وسیله ګڼلې، اوس پخپله د بریدونو احتمالي هدفونه ګرځېدلې دي. دا وضعیت ښايي ځینې سیمهییز هېوادونه دې ته وهڅوي چې پر امریکا د امنیتي اتکا په اړه بیا غور وکړي.
د شننې له مخې، د امریکا د پوځي حضور کمزوري کېدل ښايي په منځني ختیځ کې د نویو امنیتي همکاریو د رامنځته کېدو بهیر چټک کړي. د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ دفاعي همکاري او د ابراهیم تړونونو پر بنسټ د امنیتي اړیکو پراختیا د احتمالي لارو په توګه یادې شوې دي. فرومن دا اندېښنه هم څرګندوي چې ښايي سعودي عربستان او متحده عربي امارات د اټومي وړتیاوو ترلاسه کولو ته لېوالتیا زیاته کړي؛ هغه پرمختګ چې د ایران د اټومي وسلو د پراختیا د مخنیوي له اعلان شوې موخې سره په ټکر کې راتللی شي.
فرومن په پای کې استدلال کوي چې ایران د پوځي او اقتصادي زیانونو له زغملو سره سره، د سیمې او نړۍ پر ستراتیژیکو معادلو د اغېز وړتیا ساتلې ده. د هغه په باور، د واشنګټن اساسي ننګونه یوازې د ایران د پوځي ځواک کمزوري کول نه دي، بلکې له داسې حکومت سره د چلند لاره موندل دي چې د درنو زیانونو باوجود پر خپلو سیالانو پراخ اقتصادي او امنیتي لګښتونه تحمیلولی شي.