له محکوم شویو کسانو یو د افغان ریښې لرونکی دنمارکی وګړی او بل د افغانستان تبعه دی.
د راپورونو له مخې، د هامبورګ سترې سیمهییزې محکمې ۵۴ کلن علي س. چې د پلان شویو بریدونو اصلي طراح بلل شوی، په اته نیم کاله او ۴۳ کلن تواب م. په څلور نیم کاله بند محکوم کړی دی. محکمې دواړه کسان د استخباراتي فعالیتونو او د وژنې د هڅې په تړاو په جرمونو کې ښکېل بللي دي.
د یهودي مشرانو د څارنې او بریدونو پلان
د محکمې د موندنو له مخې، علي س. په جرمني کې د جرمني او اسرائیل د ټولنې مشر فولکر بېک او د جرمني د یهودانو د مرکزي شورا مشر یوزف شوستر تر څارنې لاندې نیولي وو.
د راپور له مخې، هغه په برلین کې پر یوه داسې خوراکي پلورنځي د اورلګونې لپاره هم چمتووالی نیولی و چې د یهودانو د مذهبي اصولو مطابق خواړه پکې پلورل کېږي. دغو خوراکي توکو ته «کوشر» ویل کېږي.
د جرمني فدرالي څارنوالۍ ویلي چې تواب م. منلې وه چې د فولکر بېک پر ضد د برید د ترسره کولو لپاره یو درېیم کس جذب کړي او د برید لپاره د وسلو په برابرولو کې مرسته وکړي.
د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د رول ادعا
د جرمني څارنوالانو په وینا، علي س. د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي د قدس ځواک له افسرانو څخه لارښوونې ترلاسه کړې وې. د څارنوالۍ په ادعا، د هغه دنده په جرمني کې د یادو یهودي مشرانو په اړه د معلوماتو راټولول او د بریدونو لپاره چمتووالی و.
قدس ځواک د ایران د سپاه پاسداران هغه څانګه ده چې له ایرانه بهر استخباراتي او پوځي عملیاتو کې فعالیت کوي.
د راپور له مخې، دواړه کسان تېر کال په دنمارک کې نیول شوي وو او وروسته جرمني ته سپارل شوي دي. دواړو تر نیول کېدو مخکې په دنمارک کې ژوند کاوه.
دا قضیه په جرمني کې د بهرنیو دولتونو په ګټه د احتمالي جاسوسۍ او د یهودي ټولنې د غړو پر وړاندې د ګواښونو په اړه د امنیتي اندېښنو په لړ کې مطرح شوې ده.