لټون

امریکايي قاضي د ۲۰۲۷ کال د ګرین‌کارټ لاټرۍ د نوم‌لیکنې د پیل امر کړی

24 تله 1405 - 13:56 29 views
امریکايي قاضي د ۲۰۲۷ کال د ګرین‌کارټ لاټرۍ د نوم‌لیکنې د پیل امر کړی
د امریکا یوه فدرالي قاضي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې ته امر کړی چې د ۲۰۲۷ کال د ګرین‌کارټ لاټرۍ د نوم‌لیکنې بهیر پیل کړي؛ هغه پروګرام چې نوم‌لیکنه یې د تمې خلاف ځنډېدلې وه.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د کالیفورنیا د فدرالي محکمې قاضي جینسوک اوهتا د اکتوبر په ۱۴مه د یوه موقتي حکم له لارې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته امر کړی چې د ۲۰۲۷ مالي کال لپاره د تنوع ویزې (Diversity Visa) پروګرام عملي کړي. دغه حکم د حقوقي شرکت «Red Eagle Law» له لوري د ثبت شوې دعوې په پایله کې صادر شوی دی. 

د حکم له تعدیل وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت باید د اکتوبر تر ۲۹مې د نوم‌لیکنې د پیل نېټه په رسمي ډول اعلان کړي او د نوم‌لیکنې بهیر د نومبر تر لومړۍ نېټې پیل کړي. نوم‌لیکنه باید لږ تر لږه ۳۰ ورځې پرانیستې پاتې شي. 

په ۲۰۲۷ کال کې ۵۵ زره ویزې

د امریکا د ګرین‌کارټ لاټرۍ هر کال د هغو هېوادونو مستحقو غوښتونکو ته د دایمي استوګنې د ویزې د ترلاسه کولو فرصت برابروي چې د دې پروګرام شرایط پوره کوي.

د ۲۰۲۷ مالي کال لپاره په دې پروګرام کې تر ۵۵ زرو پورې د تنوع ویزې په پام کې نیول شوې دي. خو د لاټرۍ ګټل په خپله د ویزې د ترلاسه کولو ضمانت نه دی؛ ټاکل شوي کسان باید نور شرایط هم پوره کړي او د ویزې د ترلاسه کولو قانوني پړاوونه بشپړ کړي. 

د محکمې د تعدیل شوي حکم له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت باید د ډسمبر تر درېیمې د ټاکل شویو کسانو په اړه خبرتیا هم ورکړي. 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې د ۲۰۲۷ کال د لاټرۍ د نوم‌لیکنې د ځنډ خبر ورکړی و، خو د نوم‌لیکنې د پیل دقیقه نېټه یې نه وه اعلان کړې.

له غوښتونکو غوښتل کېږي چې د نوم‌لیکنې د رسمي نېټې او شرایطو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت رسمي وېب‌پاڼه وڅاري او د غیررسمي وېب‌پاڼو له لارې د نوم‌لیکنې یا د ویزې د تضمین په نوم د پیسو له ورکولو ډډه وکړي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising