اوچا په یوه خپاره کړي پیغام کې د سویډن له دې مرستې مننه کړې او ویلي یې دي چې د دغه هېواد دوامداره همکاري په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ګډو هڅو په پیاوړتیا کې مرسته کوي.
د افغانستان د بشري مرستو صندوق د هغو مالي سرچینو له ډلې دی چې د هېواد له اړمنو خلکو سره د مرستو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي. دغه صندوق د بشري مرستو د پروژو د تمویل او د مرستندویه ادارو د فعالیتونو د ملاتړ لپاره کارول کېږي.
افغانستان لا هم له پراخو بشري اړتیاوو سره مخ دی او ګڼې کورنۍ خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو، سرپناه او نورو لومړنیو مرستو ته اړتیا لري. د نړیوالو مرستو دوام د اړمنو خلکو د ملاتړ او د بشري مرستو د پروګرامونو د پلي کېدو لپاره مهم بلل کېږي.