د راپور له مخې، فعالانو پرون د بروکسل په فورېسټ پارک کې د «ښځو د ننوتلو اجازه نهشته» تر سرلیک لاندې ۲۵ متره اوږد ټوکر وغوړاوه او د «افغانستان له ښځو سره پیوستون» تر پیغام لاندې یې انساني ځنځیر جوړ کړ.
په بلجیم کې د بښنې نړۍوال سازمان د فرانسوي ژبې څانګې مشرې، کارین تیبو، وویل، که دغه پارک په افغانستان کې وای، ښځو ته به د ننوتلو اجازه نه ورکول کېده. هغې زیاته کړه، چې طالبانو ښځې او نجونې له عامه ژوند څخه محرومې کړې او له ۱۲ کلنۍ وروسته یې د زدهکړو، ورزش، په عام محضر کې د وینا او کار کولو پر وړاندې محدودیتونه لګولي دي.
تیبو د طالبانو د نوې جزایي اصولنامې او پر ښځو یې د اغېزو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د بلجیم له حکومته وغوښتل، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.
د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، چې د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر مکسیم پروو ته د یوه غوښتنلیک لپاره یې نږدې ۲۷ زره لاسلیکونه راټول کړي دي. د دې سازمان استازي غواړي دغه لاسلیکونه د خپلو اعتراضي فعالیتونو له انځورونو سره یوځای نوموړي ته وسپاري.
دغه سازمان او سیمهییزو فعالانو د بلجیم په شاوخوا ۴۰ ښارونو او ښاروالیو کې د «ښځو او نجونو ته د ننوتلو اجازه نهشته» تر سرلیک لاندې لیکدړې هم لګولې دي. دا لیکدړې د ښوونځیو، پوهنتونونو، عامه پارکونو، دولتي ادارو او ورزشي لوبغالو پر دروازو لګول شوې دي.
د بښنې نړۍوال سازمان له بلجیمه غوښتي، چې پر طالبانو فشار زیات کړي، د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د ځوابویلو لپاره د یوه نړۍوال میکانېزم د جوړېدو ملاتړ وکړي او افغانستان ته د افغان وګړو د جبري ستنولو په اړه خبرې اترې ودروي.
کارین تیبو خبرداری ورکړی، چې د افغانانو د جبري ستنولو په اړه د خبرو دوام ښايي د طالبانو د سیاستونو د عادي کېدو او د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو د دوام لامل شي.