لټون

فرانس۲۴: ډرونونه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکیچ نوې وسیله ګرځېدلې

23 تله 1405 - 09:18 62 views
فرانس۲۴: ډرونونه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکیچ نوې وسیله ګرځېدلې
د فرانس۲۴ د راپور له مخې، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ له پیل راهیسې بې‌پیلوټه الوتکې یا ډرونونه د دواړو خواوو د تقابل یوه نوې وسیله ګرځېدلې.

 اسلام‌اباد ادعا کوي، چې یوازې د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر میاشت کې یې له افغانستان څخه توغول شوي ۲۳ ځانمرګي ډرونونه شنډ کړي دي.

د راپور له مخې، د سپټمبر په ۲۳مه پاکستاني پوځ اعلان وکړ، چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې یې له افغانستان څخه توغول شوي اته ډرونونه شنډ کړي دي. فرانس۲۴ لیکلي، که څه هم دغه کوچنۍ الوتکې محدود ویجاړونکی ځواک لري، خو کشف یې ستونزمن دی او د شنډولو لپاره یې د پاکستان پوځ ته د پام وړ لګښتونه او ستونزې جوړېدای شي.

راپور زیاتوي، چې د ۲۰۲۶ کال له فبرورۍ راهیسې د طالبانو له‌خوا د پاکستان پر وړاندې د لومړي کس د لید (FPV) او ثابت وزر لرونکو ډرونونو کارول زیات شوي دي. د فرانس۲۴ په وینا، کوچني ډرونونه د هاوان مرمۍ او نور چاودېدونکي توکي لېږدولای شي، په داسې حال کې چې لوی ثابت وزر لرونکي ډرونونه د سلګونو کیلومترو واټن وهلو وړتیا لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سپټمبر په ۲۸مه ویلي وو، چې په همدې میاشت کې یې د افغانستان له خاورې د پاکستان هوايي حریم ته د ۲۳ ډرونونو د ننوتلو په تړاو طالبانو ته رسمي اعتراض‌لیک سپارلی دی.

د بې‌پیلوټه الوتکو کارپوه مارک ګروزل د فرانس۲۴ په راپور کې ویلي، چې دغه ډرونونه شاوخوا دوه متره اوږدوالی لري او له نیم کیلوګرام څخه تر یو کیلوګرام پورې چاودېدونکي توکي لېږدولای شي. د نوموړي په وینا، د دغو الوتکو پوځي اغېز محدود دی، ځکه ورو الوت کوي او په نښه کېدای شي؛ خو کشف یې ستونزمن دی او جوړول یې هم اوس ډېر پېچلي کار نه دی.

ګروزل ویلي، چې د دغو ډرونونو اصلي اغېز تر پوځي ځواک ډېر رواني دی؛ ځکه ټیټه بیه یې د بېلابېلو ډلو لپاره د لاسرسي وړ ګرځوي او مقابل لوري ته دا احساس ورکوي، چې هر وخت یې پر زېربناوو برید کېدای شي. د راپور له مخې، د پاکستان له‌خوا د خپرو شویو انځورونو ارزونه ښيي، چې په دغو ډرونونو کې ښايي د «DLE 55» ډول انجنونه کارول شوي وي، چې په نړیوالو سوداګریزو بازارونو کې موندل کېږي.

پاکستان د دواړو خواوو ترمنځ د کړکېچ اصلي لامل په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) پټنځایونه او له هغه ځایه پر پاکستان د بریدونو پلانول بولي. راپور وايي، د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي بریدونه زیات شوي دي. د فرانس۲۴ د معلوماتو له مخې، د ټي‌ټي‌پي او پاکستاني امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتو پېښې په ۲۰۲۱ کال کې له ۹۸ څخه په ۲۰۲۴ کال کې ۴۷۰ ته لوړې شوې دي.

راپور زیاتوي، چې د پاکستان هوايي بریدونو، د طالبانو ځوابي اقداماتو، د ټي‌ټي‌پي فعالیتونو او د میلیونونو افغان کډوالو اېستلو د دواړو خواوو ترمنځ کړکېچ لا ژور کړی او د سیمې امنیتي وضعیت یې له نویو ننګونو سره مخ کړی دی.


Advertisement Space Available Contact us for advertising