لټون

په ۲۰۲۶ کال کې له ګاونډیو هېوادونو ۲۵۷ زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي

23 تله 1405 - 08:08 52 views
په ۲۰۲۶ کال کې له ګاونډیو هېوادونو ۲۵۷ زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وايي، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې ۲۵۷ زره او ۶۳۰ افغان کډوال له پاکستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

دې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د روان کال له پیله د اګست تر پایه یې په افغانستان کې ۱۲۹ زره او ۹۸۲ کسانو ته د خوندیتوب اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي. د راپور له مخې، په اګست میاشت کې ۲۵ زره او ۶۲ کسانو دغه خدمتونه ترلاسه کړي دي.

د راپور له مخې، د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې ۳۰ زره او ۳۸۳ کسانو حقوقي مرستې ترلاسه کړې، ۶ زره او ۷۲۰ کسانو ته قانوني هویتي اسناد برابر شوي او ۱۱ زره او ۴۲۸ کډوالو ته په اګست میاشت کې بېړنۍ نغدي مرستې ورکړل شوې دي.

UNHCR زیاته کړې، چې په دې موده کې ۶ زره او ۷۶۷ کسانو د رواني روغتیا او رواني ـ ټولنیز ملاتړ خدمتونه ترلاسه کړي، چې ۵۳ سلنه یې ښځې او نجونې دي.

د راپور له مخې، د ښځو او ماشومانو خوندیتوب، حقوقي مرستې، د اړمنو کسانو ملاتړ او رواني روغتیايي خدمتونه په افغانستان کې د دې ادارې له مهمو فعالیتونو څخه دي.

په راپور کې همداراز ویل شوي، چې بې‌ځایه کېدل، د قانوني اسنادو نشتوالی، د کرایې د نه ورکړې له امله د کورونو پرېښودو ګواښ، کورنی تاوتریخوالی، د تګ‌راتګ پر ازادۍ محدودیتونه، د ماشومانو ودونه او کار هغه ستونزې دي چې زیانمنونکي کسان ورسره مخ دي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising