لټون

بښنې نړیوال سازمان: په خیبر پښتونخوا کې دې بشري حقونه نه ځپل کیږي

21 تله 1405 - 13:24 78 views
بښنې نړیوال سازمان: په خیبر پښتونخوا کې دې بشري حقونه نه ځپل کیږي
Photo: AFP/Getty Images

د دغه سازمان د جنوبي اسیا مرستیال مشر، بابو رام پنت، د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د مهمو سیاسي مشرانو د خپل‌سرو نیونو او د انټرنېټ د پرې کېدو راپورونو ته په اشارې ویلي، چې دغه اقدامات د اړتیا او تناسب په اړه جدي اندېښنې راپورته کوي.

نوموړي ټینګار کړی چې دولتونه په ځانګړو او محدودو شرایطو کې د ملي بېړني حالت پر مهال ځینې اقدامات کولای شي، خو دا وضعیت د بشري حقونو د ځپلو، د اختلاف د غږ د چوپولو او د واک د متمرکز کولو لپاره نامحدود اختیار نه ورکوي.

پنت زیاته کړې چې د پاکستان په امنیتي عملیاتو کې د جبري ورکېدنو او له قضایي بهیر پرته د وژنو د پخوانیو راپورونو په پام کې نیولو سره، په خیبر پښتونخوا کې د پوځ ځای پر ځای کول ښايي سیمه نوره هم پوځي کړي او د ناقانونه زور کارولو زمینه برابره کړي.

هغه له پاکستاني چارواکو غوښتي چې پوځ د عادي پولیسو د دندو لپاره ونه کاروي او ډاډ ترلاسه کړي چې پوځي ځواکونه د نړیوالو بشري حقونو قوانینو او معیارونو ته درناوی کوي.

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان له فدرالي چارواکو هم غوښتي چې د بېړني حالت په چوکاټ کې د ټولو اقداماتو خپلواکه څارنه یقیني کړي او هر اقدام د اړتیا او تناسب له اصولو سره سم ترسره شي.


په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت ولې اعلان شوی؟

د بښنې نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د اکتوبر پر ۱۱مه د فدرالي کابینې هغه سپارښتنې تایید کړې چې له مخې یې په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت اعلان او د والي واکمني پلې کېږي.

پاکستاني چارواکو د دې پرېکړې د توجیه لپاره په دغه ایالت کې د ترهګریزو بریدونو بې‌ساري شدت او د اساسي قانوني نظام د فعالیتونو د ګډوډېدو ادعا کړې ده.

د پاکستان د اساسي قانون د ۲۳۲مې او ۲۳۴مې مادې له مخې، په ځانګړو شرایطو کې بېړنی حالت اعلانېدای او د والي واکمني پلې کېدای شي. د دغو اقداماتو له مخې، فدرالي پارلمان د ایالت په اړه د قوانینو د تصویب واک ترلاسه کولای شي او د ایالتي حکومت واکونه محدودېدای شي.

د ولسمشرۍ په اعلامیه کې ویل شوي چې د ایالتي اسمبلۍ واکونه به فدرالي پارلمان پر مخ وړي او د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر، ایالتي وزیران، سلاکاران، ځانګړي مرستیالان او لوی څارنوال به خپلې دندې پرېږدي.

تر دې جلا، فدرالي حکومت د اساسي قانون د ۲۴۵مې مادې له مخې په دغه ایالت کې د ملکي واکونو د ملاتړ په موخه پوځ هم ځای پر ځای کړی دی.

د تحریک انصاف پر حکومت اغېز

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند له ۲۰۱۳ کال راهیسې په خیبر پښتونخوا کې واک لري. دغه ګوند د ۲۰۲۴ کال په عمومي ټاکنو کې هم د دوه پر درېیمې برخې اکثریت په ترلاسه کولو سره په ایالت کې خپل حکومت جوړ کړی و.

په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او د والي د واکمنۍ اعلان د ایالتي حکومت د واکونو د محدودېدو په معنا دی. دغه وضعیت د سیاسي فعالیتونو، د اعتراضونو د حق او د انټرنېټ د لاسرسي په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د امنیتي ګواښونو پر وړاندې د دولت اقدامات باید د بشري حقونو نړیوال قوانین رعایت کړي او بېړنی حالت باید د خپل‌سرو نیونو، د بیان د ازادۍ د محدودولو او د سیاسي مخالفانو د ځپلو لپاره ونه کارول شي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising